لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: بمي چاؤدنه کې دپوليسو پشمول ٧ کسان ژوبل شوي


سرچينې زياتوي چې دبنو په ريلوى روډ دپوليسو دگاډي سره نزدې شوې دغه چاؤدنه کې دڅلورو پوليسو پشمول ٧ کسان ژوبل شوي دي
سرچينې زياتوي چې دبنو په ريلوى روډ دپوليسو دگاډي سره نزدې شوې دغه چاؤدنه کې دڅلورو پوليسو پشمول ٧ کسان ژوبل شوي دي
دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په بنو ضلع کې دجمعې په ورځ دپوليسو دگاډي سره نزدې ترسره شوې يوه بمي چاؤدنه کې دپوليسو پشمول لږ ترلږه ٧ کسان ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي دغه چاؤدنه دبنوپه منډان سيمه کې په يو موټر سائيکل پسې دتړلو بارودو له امله شوې ده.
سرچينې زياتوي چې دبنو په ريلوى روډ دپوليسو دگاډي سره نزدې شوې دغه چاؤدنه کې دڅلورو پوليسو پشمول ٧ کسان ژوبل شوي دي اؤ په ژوبل شوؤ کې دپوليسو اى ايس ائي امين مروت هم شامل دى.
ژوبل کسان دعلاج لپاره دبنو ډسټرکټ هسپتال ته رسول شوي دي.
په پوليسو دشوې دغه بمي چاؤدنې ذمه واري تر دې دمه چا په غاړه نۀ ده اخستې.
دروان کال دمارچ په مياشت کې دطالبانو له لوري حکومت سره اعلان شوى دڅلويښتو ورځو اوربند داپريل په لسمه نيټه ختمه شوى اؤ طالبانو ددغه جنگ بندۍ دخاتمې وجه دخپلو بندي ملگرو خوشې کولو کې دحکومت غيرسنجيدگي، داوربند په مهال هم دهغوي دډلې دجنگيالو نيول اؤ وژل ښودلي دي.
داوربند دختمولو څخه وروستو دپاکستان په بيلا بيلو سيمو کې په پوځيانو، پوليسو اؤ دمليشې په عسکرو حملو کې تُندي راغلې ده.
دپاکستان حکومت دريځ لري چې دجنگ بندۍ پرته دمذاکراتو عمل مخ په وړاندې تگ گران دى.
دروانې مياشتې په يوولسمه نيټه هم دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور دفټال ديو سټيډيم دننه ځانمرگي حمله کې څلور کسان وژل شوي وؤ اؤ ١٠ ژوبل شوي وؤ اؤ ددې ترڅنگ هم په دغه ورځ قبائيلي سيمو باجوړ،مهمند اؤ شمالي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو په گاډو بمي چاؤدنو کې دوه عسکر وژل شوى اؤ شپږ ژوبل شوي وؤ.
همدغه شان په ١٠مه مئ هم دپيښور په کوهاټۍ سيمه يوه بمي چاؤدنه کې څلور کسان ژوبل شوي وؤ.
ددې ترڅنگ تيره اوونۍ دشمالي وزيرستان په غلام خان سيمه کې دامنيتي ځواکونو په کاروان ترسره شوې بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه ٩ پوځيان وژل شو يوؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG