لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپینه ماڼۍ:دجاسوسۍ لپاره به د ويکسينيشن پروگرام نۀ استعماليږي


سي ائي اى په دې هم اتفاق کړى چې ددغه شان پروگرامونو په ذريعه حاصل شوي جينياتي مواد به نۀ استعمالوي.
سي ائي اى په دې هم اتفاق کړى چې ددغه شان پروگرامونو په ذريعه حاصل شوي جينياتي مواد به نۀ استعمالوي.
سپينې ماڼۍ ژمنه کړې ده چې سي ائي اى به دجاسوسي عملياتو لپاره نور دويکسينيشن پروگرامونه نۀ استعمالوي.
دسپينې ماڼۍ يوه ويانده وائي چې دصدر براک اوباما دترهه گرۍ دمخنيوي يو لوړپوړې صلاح کار ليسا مونيکو تيره اوونۍ دتقريباً يو درځن دصحت عامه سکولونو هاغو مشرانو ته ځواب وئيلى چې انديښنه يې لرله دغه چال دصحت عامه دهلو ځلو لپاره سختې نتيجې لرلى شي.
مونيکو دغو مشرانو ته وئيلي چې سي ائي اى په دې خبره اتفاق کړى چې نور به دويکسينيشن پروگرامونه يا کارکوونکي داستخباراتي مقصدونو لپاره نۀ استعمالوي اؤ ددې ترڅنگ سي ائي اى په دې هم اتفاق کړى چې ددغه شان پروگرامونو په ذريعه حاصل شوي جينياتي مواد به نۀ استعمالوي.
دالقاعده دمشر اسامه بن لادن په ضد دکال ٢٠١١م دمئ په مياشت کې دپاکستان ايبټ اباد ښار کې دامريکائي ځانگړو ځواکونو دعملياتو څخه دمخه يو پاکستاني ډاکټر شکيل افريدي دالقاعده دمشر په اړه دمعلوماتو راټولولو لپاره دويکسينيشن جعلي پروگرام چلولى ؤ.
امريکا په پاکستان کې دعملياتو څخه دمخه دغلته دبن لادن دموجودگۍ داطلاعاتو پخلى کول غوښتل اؤ داطلاعاتو ترمخه دشکيل افريدي دويکسينيشن دپروگرام مقصد دغلته دپټ القاعده دمشر اسامه بن لادن ډي اين اى(جينياتي نمونه) ترلاسه کول ؤ.
دامريکائي ځانگړو ځواکونو په عملياتو کې اسامه بن لادن وژل شوى اؤ ډاکټر شکيل افريدي موجوده وخت کې دپاکستان دخيبرپښتونخوا دسرښار پيښور په زندان کې بندي دى.
په پاکستان کې تيره اوونۍ دروغتيا وزارت اعلان کړى ؤ چې دهيواد څخه بهر ته دسفر کوونکو کسانو لپاره به لمړى دپوليو ويکسينيشن اخستل ضروري وي.
په پاکستان کې دا تاثر هم عام دى چې دډاکټر شکيل افريدي له لوري دچلول شوي جعلي ويکسينيشن کمپائن له امله هيواد کې دپوليو دمخنيوي هڅو ته زيان رسيدلى اؤ دغه مهم يې شکمن کړى دى.
پاکستان دنائجيريا اؤ افغانستان ترڅنگ دنړۍ په هاغو کې شامل دى چرته چې دپوليو معذوره کوونکې ناروغي اوس هم موجوده ده اؤ دپوليو دمخنيوي په کارکوونکو دوسله والو لخوا دبيا بيا حملو له امله دغه مهم په تيرو وختونو کې دځنډ ښکار شوى هم دى.
ډبليو ايچ او وئيلي وؤ چې پاکستان، شام اؤ کيمرون هاغه هيوادونه دي څوک چې پوليو دخپلو پولو څخه ورپه اخوا خوروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG