لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : جيټ الوتکو په دوهمه ورځ هم دترهه گرو په ځالو بمباري کړې


پوځي سرچينې وائي چې دمحسود قبيلې دڅلورو تندروه کمانډرانو دوژل کيدو اطلاعات دي چې پکې صابر محسود،جهاديار،دفتر محمد اؤ موسي شامل دي
پوځي سرچينې وائي چې دمحسود قبيلې دڅلورو تندروه کمانډرانو دوژل کيدو اطلاعات دي چې پکې صابر محسود،جهاديار،دفتر محمد اؤ موسي شامل دي
راپورونه وائي دزيارت په ورځ په دوهمه ورځ هم دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې امنيتي ځواکونو دگن شپ هيلي کاپټرو اؤ جيټ الوتکو څخه دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړي دي.
دسرچينو وينا ده په داسې حال کې چې پوځي الوتکو په ميرانشاه کې دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري کړې په ايجنسۍ کې کرفيو لگول شوې ده.
بمبارۍ کې دجنگيالو دگڼ شمير ځالو دتباه کيدو اؤ هغوي ته ددرنې مرگ ژوبلې اړولو اطلاعات ترلاسه شوي.
سرچينې وائي چې دشمالي وزيرستان په بيلا بيلو سيمو کې دفضائي حملو وروستو دزيارت په ورځ شمالي وزيرستان ته ځينې ځمکني عسکر هم ورغلي دي.
دسرچينو وينا ده چې تيره ورځ دجيټ الوتکو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو شوې بمبارۍ اؤ وروستو ميرعلي کې دپوځ اؤ تندلارو ترمينځ يوه نښته کې په مجموعي ډول د٧٠ؤ څخه زيات جنگيالي وژل شوي اؤ ديو ميجرپه گډون څلور عسکر هم وژل شوي دي.
دسرچينو وينا ده چې دگن شپ هيلي کاپټرو څخه په ميرعلي کې گڼ شمير دوکانونونه اؤ مارکيټونه هم په نخښه کړل شوي اؤ دموسکي،ايسوړي اؤ هسوخيل سيمو اوسيدونکو دسيمې څخه کډې کړي دي.
په شمالي وزيرستان کې دترهه گرو دخوندي ځالو په ضد دغه عمليات په داسې حال کې پيل شوي چې دوزيراعظم نواز شريف دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ د٤٠ؤ ورځو داوربند دختميدو وروستو دمذاکراتو عمل دځنډ ښکار شوى، اؤ دطالبانو دکميټۍ غړي وائي چې ددغه ځنډ بنيادي علت دطالبانو پخپلو نښتې دي.
پوځي سرچينې وائي چې دمحسود قبيلې دڅلورو تندروه کمانډرانو دوژل کيدو اطلاعات دي چې پکې صابر محسود،جهاديار،دفتر محمد اؤ موسي شامل دي، خو دطالبانو سرچينې دغه اطلاعات ردوي اؤ دازادو سرچينو څخه يې پخلى نۀ دى شوى.
دميرعلي اوسيدونکو دعوه کړې ده چې په فضائي حملو کې دښځو اؤ ماشومانو پشمول د٨٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.
دراپورونو ترمخه په موساکي کلي کې دشريف الله خان په نوم ديو وړوکي تاجر کور هم دفضائي حملې هدف جوړ شوى چې پکې هغه دخپلې کورنۍ دنورو ١٦ؤ کسانو سره وژل شوى،په دغه حمله کې دهغه مشر ورور سيف الله ،څوک چې يوه مياشت دمخه دفرنټئير کور څخه ريټائرډ شوى هم وژل شوى دى.
په شمالي وزيرستان کې دحافظ گل بهادر ډلې طالبانو دخپلې شورا يوه بيړنۍ غونډه راغوښتې چې پکې به ددې خبرې فيصله کولى شي چې په ٢٠٠٧م کې حکومت سره لاسليک شوى تړون برقراره وساتل شي اؤ که نه ختم کړى شي.
ددغه ډلې وياند وائي چې دپوځي عملياتو له امله صورتحال بدل شوى اؤ شورا غواړي حکومت سره دتړون په برقراره ساتلو يا ختمولو بحث وکړي.
په ٩مه مئ داسلام اباد په سفر ورغلي دامريکا مرستيال خارجه وزير وليم جى برنز دپوځ دسرلښکر جنرال راحيل شريف اؤ وزيراعظم نواز شريف پشمول لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره ليدنې کړې وې اؤ هغوي ته يې دامريکا پيغام ورکړى.
ښاغلي برنز دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل څخه په شمالي وزيرستان کې دترهه گرو دموجودو خوندي ځالو دتباه کولو غوښتنه کړې وه.
دامريکا مرستيال خارجه وزير پاکستاني مشرانو څخه غوښتنه کړې وه چې دغه اپريشن په گاونډي هيواد افغانستان کې دنوې سياسي انتظاميې دجوړيدو څخه دمخه مکمليدل پکار دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG