لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : فضائي حملو کې څلور جنگيالي وژل شوي


 سرچينې وائي چې ددغه فضائي حملو په مهال دشمالي وزيرستان په هيډکوارټر، ماچس کيمپ اؤ ميرعلي بازار کې دترهه گرو په شکمنو ځالو بمباري شوې ده.
سرچينې وائي چې ددغه فضائي حملو په مهال دشمالي وزيرستان په هيډکوارټر، ماچس کيمپ اؤ ميرعلي بازار کې دترهه گرو په شکمنو ځالو بمباري شوې ده.
سرچينې وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دجمعې په ورځ دجيټ الوتکو اؤ گن شپ هيلي کاپټرو څخه دترهه گرو شکمنې ځالې په نخښه کړل شوي په نتيجه کې يې څلور تندلاري وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي چې ددغه فضائي حملو په مهال دشمالي وزيرستان په هيډکوارټر، ماچس کيمپ اؤ ميرعلي بازار کې دترهه گرو په شکمنو ځالو بمباري شوې ده.
دسرچينو وينا ده چې په نننۍ کارروايۍ کې څلور جنگيالي وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي چې امنيتي ځواکونو دميرانشاه قلعې څخه لمړى په ماچس کيمپ، خرواني اؤ نورو سيمو دمارټر گولې فائر کړې اؤ بيا گن شپ هيلي کاپټرو دترهه گرو په شکمنو ځالو گوله باري وکړه.
فضائي حملو کې دڅلورو ترهه گرو دوژل کيدو ترڅنگ امنيتي ځواکونو په سيمه کې ترسره شوؤ دلټونې عملياتو کې پينځه جنگيالي نيولي هم دي.
په سرکاري توګه دغو عملياتو کې درامينځته شوې مرګ ژوبلې اؤ پکې دوژل شوؤ کسانو دپيژندګلو په اړه معلومات مخې ته نۀ دي راغلي.
سيمه کې دتيرو دريوؤ ورځو راهسې کرفيو لگول شوې ده.
دوه ورځې دمخه هم شمالي وزيرستان کې ترسره شوؤ فضائي حملو کې د٦٠ؤ ترهه گرو دوژل کيدووروستو ميرعلي کې دپوځ اؤ تندلارو ترمينځ نښته شوې وه چې پکې ديو پوځي افسر پشمول څلور عسکر اؤ ١١ جنگيالي وژل شوي وؤ اؤ دپوځ مطبوعاتي څانگې خبر ورکړى ؤ چې دفضائي حملو په ردعمل کې ترهه گرو په پوځي کيمپونو په راکټونو اؤ دمارټرو سره حمله کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG