لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد : دوؤ چاؤدنو کې يو تن وژل شوى بل ژوبل


دچاؤدنې وروستو اسلام اباد کې امنيتي انتظامات سخت کړل شوي اؤ امنيتي ځواکونو دپيښې ځايې پخپله گيره کې اخستى.
په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دترهه گرو دشکمنو ځالو په ضد دتيرو څو ورځو راهسې دپوځ لخوا دفضائي حملو وروستو دپاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې دخالي اؤ جمعې په مينځ شپه دوه چاؤدنې شوي دي چې له امله يې يو تن وژل شوى اؤ بل ژوبل شوى دى.
دچاؤدنې وروستو اسلام اباد کې امنيتي انتظامات سخت کړل شوي اؤ امنيتي ځواکونو دپيښې ځايې پخپله گيره کې اخستى.
په دغو چاؤدنو کې دوه کسان ژوبل شوي چې هسپتال ته دعلاج لپاره درسول کيدو وروستو پکې يو تن ساه ورکړه.
دوژل شوي تن پيژندگلو داعظم خان په نوم سره شوې اؤ هغه په اغيزمن شوي سُپرمارکيټ کې څوکيداري کوله.
دائي جي افتاب چيمه ترمخه سپر مارکيټ کې چاؤدنه دټائم ډيوائس په ذريعه شوې اؤ يا ځانمرگي حمله وه.
دپوليس سرچينو ترمخه سُپر مارکيټ کې چاؤدنه هاغه مهال شوې کله چې څوکيدار اعظم خان په شاپنگ بيگ کې دپروت څيز سره ټکر شو چې له امله يې دهغه پښې والوتې.
ديوې گينټې په دمې سره ترسره شوؤ دغو چاؤدنو په خلکو کې سخته ويره ترهه خوره کړې.
دوهمه چاؤدنه سيکټرجي نائن کې دکراچۍ کمپنۍ ترڅنگ دشو روم څخه بهر په ولاړ گاډي کې شوې خو پکې کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.
چاؤديدونکي مواد دگاډي لاندې ايښودل شوي وؤ اؤ دچاؤدنې وروستو دشو روم مالک نيول شوى دى.
دپوليسو وينا ده چې دغه گاډى دوه ورځې دمخه دخرڅولو لپاره شو روم ته وروستل شوى ؤ.
يو لوړپوړي پوليس افسر چوهدري حافظ حسين يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي تر دې دمه نۀ ده په ډاگه شوې چې دسپرمارکيټ چاؤدنه کوم ځانمرگي کړې که نه اؤ ژوبل شوي دواړه کسان څوکيدار وؤ.
له دې وړاندې داپريل په مياشت کې داسلام اباد دميوې اؤ سبزۍ په منډۍ کې هم يوه بم چاؤدنه شوې وه چې له امله يې ٢٢ کسان وژل شوي وؤ.
په سمدستي توگه ددغه چاؤدنو ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خو اسلام اباد کې دغه چاؤدنې په داسې حال کې شوي دي چې دتيرو دريوؤ ورځو راهسې دپاکستان پوځ شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په خوندي ځالو فضائي حملې کوي چې پکې لږ ترلږه ٧٥ کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG