لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان :هيلي کاپټر تباه، يو بهرنى عسکر وژل شوى


 دايساف له لوري جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې دغه هيلي کاپټر جنوبي افغانستان کې يوه ورځ دمخه تباه شوى.
دايساف له لوري جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې دغه هيلي کاپټر جنوبي افغانستان کې يوه ورځ دمخه تباه شوى.
په افغانستان کې ميشتو ائتلافي ځواکونو وئيلي دي جنوبي افغانستان کې دايساف ديو هيلي کاپټر دتباه کيدو پيښه کې دهغوي يو عسکر وژل شو ى دى.
دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې چې دشورو په ورځ دافغانستان په هرات ښار کې دامريکائي قونصل خانې په يو ګاډي حمله شوې وه چې پکې دوه امريکايان ژوبل شوي وؤ.
دايساف له لوري جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې دغه هيلي کاپټر جنوبي افغانستان کې يوه ورځ دمخه تباه شوى.
دايساف په بيان کې وئيل شوي چې دهيلي کاپټر دتباه کيدو ددغه پيښې علت تر دې دمه نۀ دى معلوم شوى اؤ پکې نور جزئيات نۀ دي په ډاګه کړل شوي.
دخپلې تګلارې سره سم ائتلافي ځواکونو پيښه کې دوژل شوي عسکر قوميت نۀ دى په ډاګه کړى.
خو يو افغان پوليس افسر عطاء محمد دهيلي کاپټر دتباه کيدو ددغه پيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې دغه پيښه دشورو په نيمه شپه دقندهار په معروف اولسوالۍ کې رامينځته شوې اؤ دعوه يې کړې چې ديو بهرني عسکر ترڅنګ ١٥ پوځيان ژوبل شوي هم دي.
عطاء محمد دپيښې علت دډسټرکټ کميونيکيشن انټينا سره دهيلي کاپټر حادثاتي ټکر ښودلى دى.
بل لوري ته دزيارت په ورځ قندهار ښار کې دسړک دغاړې په دوؤ بمي چاؤدنو کې يو افغان پوليس عسکر وژل شوى اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.
يو افغان افسر شمس الله دپيښې په اړه بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي چې لمړۍ چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې سحر وختي دپوليسو يو ګاډى دقندهار په يوه کوڅه کې روان ؤ چې دبم سره ټکر شو چې له امله يې يو عسکر ووژل شول اؤ دوه نور ژوبل شول.
شمس الله وئيلي کله چې نور پوليس عسکر دلمړۍ چاؤدنې ځايې ته ورسيدل نو يوه بله چاؤدنه وشوه چې په نتيجه کې يې دوه نور عسکر ژوبل شول.
ددغه پيښې مسؤليت چا په غاړه نۀ دى اخستى، خو طالبانو دتيرو څو اوونو راهسې دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې خپلو حملو کې تُندي راوستې.
تيره ورځ دامريکا صدر براک اوباما اعلان کړى ؤ که افغان حکومت دامنيت په يو تړون لاسليک وکړي نو هغه په افغانستان کې کال ٢٠١٥م کې دنهو زرو اؤ اتوؤ سوؤ پوځيانو دپاتې کولو پلان لري.
واشنگټن اؤ ائتلافي ناټو به يې دسږکال تر اخره افغانستان کې جنگي عمليات اودروي.
ټاکل شوې ده افغانستان کې به راتلونکي کال دصدارتي ټولټاکنو دوهم پړاؤ ترسره کيږي چې پکې به دافغانستان راتلونکى صدر ټاکل کيږي اؤ صدر اوباما وئيلي دي چې دافغانستان دواړو صدارتي کانديدانو دسلامتۍ په تړون دلاسليک کولو اشاره ورکړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG