لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان :دطالبانو لخوا په خلکو خوندي سيمو ته دکډو کولو غږ


 دحافظ گل بهادر ډلې دوياند احمدالله احمدي له لوري ميډيا ته دليږل شوي پمفلټ ترمخه ياده شوې ډله دپوځ له لوري دوړاندې څخه دپلان شوؤ عملياتو په ضد دجگړې لپاره تياري کوي
دحافظ گل بهادر ډلې دوياند احمدالله احمدي له لوري ميډيا ته دليږل شوي پمفلټ ترمخه ياده شوې ډله دپوځ له لوري دوړاندې څخه دپلان شوؤ عملياتو په ضد دجگړې لپاره تياري کوي
دپاکستان دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان دحافظ گل بهادر ډلې ديو پمفلټ له لارې مقامي خلکو ته خبردارى ورکړى چې هغوي دې د١٠م جون پورې دسيمې څخه محفوظو سيمو ته کډې وکړي.
دحافظ گل بهادر ډلې دوياند احمدالله احمدي له لوري ميډيا ته دليږل شوي پمفلټ ترمخه ياده شوې ډله دپوځ له لوري دوړاندې څخه دپلان شوؤ عملياتو په ضد دجگړې لپاره تياري کوي اؤ مقامي خلکو ته يې وئيلي هغوي دې د١٠م جون پورې محفوظو سيمو ته اوځي.
دجمعې په ورځ دغه پمفلټ کې وئيل شوي چې حکومت دفضائي حملو په ترسره کولو اؤ دبشپړو پوځو عملياتو دتابيا کولو سره دشمالي وزيرستان دطالبانو سره دامن تړون مات کړى.
پمفلټ کې وئيل شوي " دشورا مجاهدينو پريکړه کړې چې دغه جارحيت به نور نۀ زغمي اؤ دوزيرستان ددفاع لپاره يې دجگړې لاره خپله کړې"
دغه ډلې مقامي خلکو ته دا خبردارى هم ورکړى چې دحکومت له لوري جوړو کړل شوؤ کيمپونو کې دې دپناه اخستو څخه ډډه وکړي اؤ قبائيلو ته يې مشوره ورکړې چې ددې پځايې دې دافغان پولې ته نزدې سيمو ته ځانونه ورسوي چې ددغه ځائيونو څخه به اسانۍ سره افغانستان ته سفر وکړل شي.
حافظ گل بهادر ډلې دمقامي خلکو څخه غوښتنه کړې چې حکومت اؤ پوځي چارواکو سره دې د١٠م جون پورې ټولې اړيکې پرې کړي اؤ خبردارى يې ورکړى چې دهاغو کسانو په ضد به گامونه اخلي څوک چې دطالبانو خبردارو ته غوږ نۀ نيسي اؤ زياته کړې يې ده چې دډيډ لا ئن وروستو به چاته هم هم پوځي کيمپونو اؤ حکومتي دفترونو ته دتللو جازت ورنۀ کړل شي.
دغه ډلې دا اعلان هم کى چې د١٠م جون څخه وروستو به په افغانستان کې خپلې ټولې کارروايۍ اودروي اؤ زياته کړې يې ده چې دپولې پورې غاړې به جنگيالي نۀ ليږي اؤ پام به دشمالي وزيرستان دفاع ته ورگرځوي اؤ په قبائيلو يې غږ کړى چې يا دې سيمه پريږدي اؤ يا دې دهغوي سره لاسونه يوځايې کړي.
دحافظ گل بهادر ډلې په خلکو خوندي سيمو ته دتللو دغه غږ په داسې حال کې کړى چې پاکستاني پوځيانو دتيرو څو ورځو راهسې دشمالي وزيرستان په بيلا بيلو سيمو کې دگن شپ هيلي کاپټرو اؤ جيټ الوتکو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري کړې اؤ په دغو عملياتو کې يې د٨٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژنې ادعا کړې.
خو دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدي نثارعلي خان تيره ورځ ميډيا ته وئيلي وؤ چې په شمالي وزيرستان کې دغه فضائي حملې دباقاعده عملياتو اغاز نۀ بلکې دردعمل دتگلارې برخه وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG