لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : وسله والو مهم طالب کمانډر وژلى


سرچينې وائي دډزو په پيښه کې وژل شوى دټي ټي پي دغه کمانډر دقاري حسين محسود څخه وروستو دځانمرگيانو دتربيه کوونکو مشر گڼل کيدو.
سرچينې وائي دډزو په پيښه کې وژل شوى دټي ټي پي دغه کمانډر دقاري حسين محسود څخه وروستو دځانمرگيانو دتربيه کوونکو مشر گڼل کيدو.
راپورونه وائي دزيارت په ورځ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دډزو په يوه پيښه کې دپاکستاني طالبانو دتحريک يو مهم کمانډر عاشق الله محسود وژل شوى دى.
دډزو دغه پيښه دشمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې هاغه مهال رامينځته شوه کله چې عاشق الله دټي ټي پي دځينو غړو سره ناست وؤ اؤ ناڅاپي پرې وسله والو حمله وکړه.
دپيښې وروستو بريدکوونکي په يو گاډي کې تښتيدلي دي.
سرچينې وائي دډزو په پيښه کې وژل شوى دټي ټي پي دغه کمانډر دقاري حسين محسود څخه وروستو دځانمرگيانو دتربيه کوونکو مشر گڼل کيدو.
داستخباراتي سرچينو ترمخه دغه پيښه دشهريارمحسود اؤ خان سيد سجنا ډلو ترمينځ دروان اړي گړي نتيجه وه.
بل لوري ته دپيښور په دير کالونۍ کې دزيارت په ورځ دوسله والو په يو بريد کې دفاټا سيکرټيريټ سره تعلق لرونکى يو تن وژل شوى دى.
سرچينې وائي دفاټا سيکرټيريټ ملازم احسان الله په يو گاډي کې روان وؤ چې نامعلومو وسله والو پرې ناتاره ډزې وکړې،پيښه کې احسان الله وژل شوى اؤ بريدکوونکي په تيښته کې بريالي شوي دي.
داپريل په نيمائي کې دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ د٤٠ؤ ورځو دجنگ بندۍ ختميدو راپديخوا دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې بمي چاؤدنو اؤ دوسله والو حملو کې يوځل بيا اضافه راغلې ده.
تيره ورځ هم قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته دجنگيالو حمله کې دوه پوځيان وژل شوي وؤ اؤ راولپينډۍ ښار کې په پوځ خودکش حمله کې دپوځ ددوؤ لوړپوړو افسرانو پشمول ٥ کسان وژل شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG