لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : دصدارتي کانديد عبدالله په کاروان ځانمرگي بريد،٤ مړۀ


Security personnel stand near to site of suicide attack that struck the convoy of presidential candidate Abdullah Abdullah in Kabul, June 6, 2014.
Security personnel stand near to site of suicide attack that struck the convoy of presidential candidate Abdullah Abdullah in Kabul, June 6, 2014.
دافغانستان دکورنو چارو وزارت وائي دجمعې په ورځ پلازمينه کابل کې دصدارتي کانديد عبدالله عبدالله په کاروان ترسره شوي موټري ځانمرگي بريد کې څلور کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
دکورنو چارو وياند صديق صديقي په دغه اړه ميډيا ته وئيلي دي چې چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې په اريانه هوټل کې دعبدالله لخوا يوې اجتماع ته دوينا وروستو دهغه پلويانوهوټل څخه وتل پيل کړل.
هغه وئيلي ابتدائي معلومات په ډاگه کوي چې څلور کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير ژوبل شوي دي.
دچاؤدنې سمدستي وروستو ډاکټر عبدالله عبدالله وئيلي چې هغه دقاتلانه حملې څخه ژوندى وتلى خو بريد کې دهغه ځينې ساتونکي معمولي ژوبل شوي دي.
عبدالله وويل چې چاؤدنه دهغه اؤ ځلمي رسول دگاډو مخې ته شوې ده.
يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې عبدالله عبدالله چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې دهغه سره ځلمى رسول يوې بلې اجتماع کې دگډون لپاره روان ؤ.
يو امنيتي چارواکي جنرال ايوب سالنگي هم پخلى کړى چې پيښه کې څلور کسان وژل شوي چې پکې دوه اولسي وگړي، يو دټريفک پوليس اؤ دعبدالله عبدالله يو ساتونکى شامل دي.
دکابل دپوليسو مشر جنرال ظاهر ظاهر منلې ده چې چاؤدنه کې ١٦ کسان ژوبل شوي دي.
ددغه تازه حملې ذمه واري تر دې دمه چا په غاړه نۀ ده اخستې.
افغانستان کې په ١٤م جون دصدارتي ټولټاکنو ددوهم پړاؤ څخه دمخه ددغه هيواد په بيلا بيلو سيمو کې دتشدد پيښې په داسې حال کې سيوا شوى چې طالبانو دټاکنو دگډوډولو دړکه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG