لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي :دجيټ الوتکو بمبارۍ کې ٢٥ جنگيالي وژل شوي


دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانگې ( ائي ايس پي ار) پخلى کړى چې دپوځ جيټ الوتکو دتيراه دکوکي خيل په بيلا بيلو برخو کې دشکمنو ترهه گرو ځالې په نخښه کړي دي اؤ زياتوي چې دترهه گرو ٩ ځالې هم تباه کړل شوي دي.
دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانگې ( ائي ايس پي ار) پخلى کړى چې دپوځ جيټ الوتکو دتيراه دکوکي خيل په بيلا بيلو برخو کې دشکمنو ترهه گرو ځالې په نخښه کړي دي اؤ زياتوي چې دترهه گرو ٩ ځالې هم تباه کړل شوي دي.
پوځي سرچينې وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په تيراه سيمه کې دنهې په ورځ دجيټ الوتکو نه دترهه گرو په ځالو شوې بمبارۍ کې لږ ترلږه ٢٥ جنگيالي وژل شوي دي.
دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانگې ( ائي ايس پي ار) پخلى کړى چې دپوځ جيټ الوتکو دتيراه دکوکي خيل په بيلا بيلو برخو کې دشکمنو ترهه گرو ځالې په نخښه کړي دي اؤ زياتوي چې دترهه گرو ٩ ځالې هم تباه کړل شوي دي.
پوځي سرچينې وائي چې کارروايۍ کې دوژل شوؤ کسانو دشميرې دسيوا کيدو انديښنه ده.
باور کيږي خيبرايجنسۍ کې دپاکستاني طالبانو دتحريک اؤ دتندروه کمانډر منگل باغ په مشرۍ ديوې مقامي ډلې لشکراسلام په سلگونو جنگيالي موجود دي اؤ دغلته داپريل په مياشت کې هم يو فضائي بريد کې ٣٧ کسان وژل شوي وؤ.
خيبرايجنسۍ کې دجيټ الوتکو څخه دترهه گرو په شکمنو ځالو دغه بمباري يوه ورځ وروستو له هغې وشوه چې يوه ورځ دمخه دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې دترهه گرو حملو اؤ بمي چاؤدنو کې دعسکرو پشمول په لسگونو کسان ووژل شول.
تيره مياشت په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دپوځ لخوا دترهه گرو په شکمنو ځالو گوله بارۍ کې د٨٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژنې ددعوې وروستو دپاکستان په بيلا بيلو قبائيلي سيمو کې په امنيتي ځواکونو حملو اؤ دتندلارو اؤ پوځ ترمينځ نښتو کې اضافه راغلې ده.
دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ سږکال مارچ کې ديوې مياشتې لپاره شوي اوربند کې د١٠ؤ ورځو پراختيا شوې وه،طالبانو غوښتل حکومت دې په دغه موده کې قبائيلي سيمو څخه پوځ وباسي، دډرون حملو اودرولو لپاره دې گامونه واخلي، دهغوي بندي ملگرې دې خوشې کړي اؤ ورته دې عامه بخښنه وشي.
ددغو غوښتنو په نۀ پوره کيدو طالبانو حکومت امن مذاکراتو کې غيرسنجيده وگرځولو اؤورسره يې اوربند ختم کړو ، خو اؤ دريځ لري چې حکومت سره يې دسنجيده امن خبرو لپاره لارې پرانستې ساتلي.
خو دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان پخپلو څرگندونو کې په ډاگه کړې چې دجنگ بندۍ پرته دامن خبرې مخ په وړاندې تلل گران دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG