لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوڅ ملت پاله مشر نواب خيربخش مري مړ شوى دى


دپوځي جنرال ضياء الحق لخوا په اقتدار د قبضې کولو څخه وروستو هغه يوځل بيا دافغانستان څخه پاکستان ته راغلو ،ولې دا ځل يې سياست ته په مخه ښه وويل
دپوځي جنرال ضياء الحق لخوا په اقتدار د قبضې کولو څخه وروستو هغه يوځل بيا دافغانستان څخه پاکستان ته راغلو ،ولې دا ځل يې سياست ته په مخه ښه وويل
بلوڅ ملت پاله مشر نواب خيربخش مري د اوږدې ناروغۍ راپديخوا د نهې اؤ شورو په مينځ شپه کراچۍ کې د 86ؤ کالو په عمر کې وفات شوى دى.
هغه د ډيرې مودې راهسې ناروغه اؤ تيرو ورځو کې د فالج د حملې له امله دکراچۍ يو شخصي روغتون کې بستر کړل شوى ؤ چې دغلته د علاج په مهال ترڅو ورځو بې هوشه پروت ؤ.
نواب خيربخش مري دبلوچستان د بيلتون خوښې غيرقانوني گرځول شوې ډلې بلوچستان لبريشن ارمي لارښود اؤ د 1970ء په لسيزه کې د بلوچستان په ياغي مشرانو کې د سر سړى گڼل کيدو.
نوموړى په کال 1928ء کې د بلوچستان په کوهلو سيمه کې زيږيدلى ؤ اؤ تعلق يې د بلوڅانو د طاقتورې قبيلې مري سره ؤ چې ددغه قبيلې سردار هم پاتې شوى .
د1960ء په لسيزه کې هغه د يو جارحانه سياستدان په توگه شهرت موندلى ؤ اؤ دبلوچستان د حقونو خبره به يې په جار کوله چې له دې امله ورته د خپلو خلکو لخوا د بلوچستان دشير خطاب هم ورکړل شوى ؤ.
په پاکستان کې د 1970ء په ټولټاکنو کې نواب خيربخش مري دقومي اؤ صوبايي اسمبلۍ چوکۍ گټلې وې خو وروستو يې د قومي اسمبلۍ چوکۍ پريښوده اؤ دټولټاکنو څخه وروستو د هغۀ نزدې ملگرى غوث بخش بزنجو د صوبې گورنر اؤ سردار عطاء الله خان مينگل وزيراعلي وټاکل شو خو په هاغه مهال چې په پاکستان کې د ذوالفقار علي بهټو حکومت ؤ دوه کاله وروستو په بلوچستان کې ددوئ حکومت ختم کړل شو اؤ د هغوئ په گوند نيپ د پابندۍ لگول کيدو ترڅنگ نواب خيربخش مري اؤ د نيپ نور مشران د حکومت لخوا ونيول شول.
دبهټو دحکومت په ضد د مشهورې مقدمې حيدراباد شازش کيس په لړ کې د قيد تيرولو څخه وروستو نواب خيربخش مري د مزاحمتي تحريک اعلان کړى ؤ اؤ دخپلې قبيلې سره افغانستان ته اوختى ؤ.
خو د پاکستان دپوځي جنرال ضياء الحق لخوا په اقتدار د قبضې کولو څخه وروستو هغه يوځل بيا دافغانستان څخه پاکستان ته راغلو ،ولې دا ځل يې سياست ته په مخه ښه وويل.
د نواب خيربخش مري په شپږو زامنو کې دچنگيز خان مري تعلق د مسلم ليگ (ن) سره دى چې دا وخت په صوبه کې د اؤبه خور د وزير ذمه وارۍ هم په غاړه لري اؤ څلور زامن يې گزن مري، خيربيار مري ، مهران مري اؤ حمزه مري د وطن څخه بهر د جلا وطنۍ شپې ورځې تيروي.
دهغۀ يو زوئ بالاچ خان مري په کال 2007ء کې دافغانستان په خاوره ترسره شوي يو هوايي بريد کې هم وژل شوى ؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG