لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ دترهه گرو په ضد دفضائي حملو تُندولو فيصله کړې


 دغه پريکړه دشورو په ورځ راولپينډۍ کې دپوځ جنرل هيډکوارټرز کې دفارميشن کمانډرانو غونډه کې سرلښکر جنرال راحيل شريف کړې ده.
دغه پريکړه دشورو په ورځ راولپينډۍ کې دپوځ جنرل هيډکوارټرز کې دفارميشن کمانډرانو غونډه کې سرلښکر جنرال راحيل شريف کړې ده.
راپورونه وائي دپاکستان پوځ هيواد کې په امنيتي ځواکونو داوسنو ترسره شوؤ حملو وروستو دتندلارو په خوندي ځالو دفضائي دحملو دتُندولو پريکړه ده.
دغه پريکړه دشورو په ورځ راولپينډۍ کې دپوځ جنرل هيډکوارټرز کې دفارميشن کمانډرانو غونډه کې سرلښکر جنرال راحيل شريف کړې ده.
جنرال راحيل دتندلارو په ضد دفضائي حملو دتُندولو دغه پريکړه په داسې حال کې کړې چې تيره ورځ هم دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې دجيټ الوتکو څخه ترهه گرو په شکمنو ځالو شوې بمبارۍ کې ٢٥ جنگيالي وژل شوي وؤ.
دغونډې په مهال ټول هيواد کې دترهه گرو دتعقيب کولو اؤ دهغوي دتگ راتگ دڅارلو فيصله هم شوې ده.
سرچينې وائي دترهه گرو دنيټ ورکونو دخورولو لپاره پوځ داستخباراتي اؤ قانون پځايې کوونکو ادارو سره دهمکارۍ کولو پريکړه کړې ده.
دپوځي کمانډرانو په دغه غونونډه کې په ټول هيواد کې په مجموعي امنيتي صورتحال اؤ دپوځ په پيشه وارانه چارو هم غور شوى اؤ ددې ترڅنگ قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان اؤ دخيبرايجنسۍ په تيراه سيمه کې دلاسته راوړل شوؤ هدفونو څخه هم جاج واخستل شو.
په دغه موقع دپوځ سرلښکر وويل چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې ورکړل شوې قربانۍ به بې ځايه نۀ ځي.
غونډې برخه والو ته په قبائيلي سيمو کې دترهه گرو په شکمنو ځالو دشوؤ فضائي حملو په نتيجه کې دلاسته راوړنو په اړه هم تفصيلي حال احوال تير کړل شوى اؤ فيصله وشوه چې په راتلونکي کې به دترهه گرو دحملو دمخنيوي لپاره دهوائي اډو امنيتي ځواکونو(اى ايس ايف) ته دپوځ لخوا تربيت ورکول کيږي.
څو ورځې وړاندې داقتصادي مرکز کراچۍ په هوائي اډې دحملې پشمول دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې دترهه گرو لخوا ترسره شوؤ حملو،ځانمرگي بريدونو اؤ بمي چاؤدنو کې عسکرو په گډون په لسگونو کسان وژل شوي وؤ.
دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ سږکال مارچ کې ديوې مياشتې لپاره شوي اوربند کې د١٠ؤ ورځو پراختيا شوې وه،طالبانو غوښتل حکومت دې په دغه موده کې قبائيلي سيمو څخه پوځ وباسي، دډرون حملو اودرولو لپاره دې گامونه واخلي، دهغوي بندي ملگرې دې خوشې کړي اؤ ورته دې عامه بخښنه وشي.
ددغو غوښتنو په نۀ پوره کيدو طالبانو حکومت امن مذاکراتو کې غيرسنجيده وگرځولو اؤورسره يې اوربند ختم کړو ، خو اؤ دريځ لري چې حکومت سره يې دسنجيده امن خبرو لپاره لارې پرانستې ساتلي.
خو دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان پخپلو څرگندونو کې په ډاگه کړې چې دجنگ بندۍ پرته دامن خبرې مخ په وړاندې تلل گران دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG