لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وائي افغانستان کې ټولټاکنو لپاره يې امنيتي گامونه اخستي


 دخارجه دفتر وياندې وويل پاکستان په افغانستان کې دجمهوريت اؤ په پرامنه ډول داقتدار دانتقال ملاتړ کوي.
دخارجه دفتر وياندې وويل پاکستان په افغانستان کې دجمهوريت اؤ په پرامنه ډول داقتدار دانتقال ملاتړ کوي.
پاکستان وائي دخالي په ورځ افغانستان کې دصدارتي ټولټاکنو ددوهم پړاؤ دترسره کيدو څخه دمخه يې دافغانستان سره په گډه پوله اضافي امنيتي گامونه اخستي دي.
خو دپاکستان ددغه دريځ په ضد تيره اوونۍ ځينو افغان چارواکو تور لگولى ؤ چې پاکستان افغانستان کې د ټولټاکنو روانه پروسه گډوډول غواړي.
افغان چارواکو د صدارتي ټاکنو د کانديد عبدالله عبدالله په کاروان د ترسره شوي بريد تور هم په پاکستان لگولى ؤ خو پاکستان د افغانستان دغه ټول الزامات ردوي اؤ وايي چې افغانستان کې د سولې اؤ ثبات پلوي دي اؤ په دغه لړکې افغانستان کې د کيدونکو ټولټاکنو په لړکې پخپله اوږه پرتې ذمه وارۍ په اخلاص سره ترسره کوي.
دزيارت په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې د ميډيا ته د اووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وويل دپاکستان له لوري افغانستان کې دصدارتي ټولټاکنو ددوهم پړاؤ په تناظر کې اخستل شوؤ اضافي امنيتي تدابيرو کې په پوله کلکه څارنه ، گزمې اؤ دپولې څخه داوړيدو راوړيدو دځائيونو بنديدل شامل دي.
هغې وويل دافغان اولس په جمهوري سفر کې دغه صدارتي ټولټاکنې زياتې ارزښتناکې دي.
دخارجه دفتر وياندې وويل پاکستان په افغانستان کې دجمهوريت اؤ په پرامنه ډول داقتدار دانتقال ملاتړ کوي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې تسنيم اسلم وويل دډرون حملو په اړه دپاکستان دريځ واضحه اؤ دبيلا بيلو قراردادونو دمنظورۍ څخه په ډاگه دى.
هغې وويل چې حکومت په شمالي وزيرستان کې دوروستو ډرون حملو دصورتحال اؤ حقيقتونونو معلومولو هڅه کوي.
ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا کراچۍ کې دهند جوړې وسلې استعمالې شوې وې هغې وويل ددغه پيښې پلټنې روانې دي اؤ زياته يې کړه چې دپلټنو پرته تورونه لگول دهغوي عادت نۀ دى.
دپاکستان اؤ هند ترمينځ دخارجه سکترانو په کچه دخبرو په اړه هغې وويل دواړه هيوادونه دمذاکراتو دعمل دبحالۍ لپاره رابطه کې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG