لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان پوځ:د ټولټاکنو گډوډولو دپاره دپاکستاني مدرسو طالبان افغانستان ته ليږل شوي


جنرال کريمي وايي دامن ضد اؤ جمهوريت ضد عناصرو دناوړه پلانونو دشنډولو لپاره دافغانستان امنيتي ځواکونو جامع تگلاره جوړه کړې ده.
جنرال کريمي وايي دامن ضد اؤ جمهوريت ضد عناصرو دناوړه پلانونو دشنډولو لپاره دافغانستان امنيتي ځواکونو جامع تگلاره جوړه کړې ده.
په داسې حال کې چې ټاکل شوې د خالي په ورځ افغانستان کې دصدارتي ټولټاکنو دوهم پړاؤ پيل کيږي دافغانستان دپوځ سرلښکر جنرال شير محمد کريمي تور لگولى چې دانتخاباتو د پروسې گډوډولو دپاره پاکستان کې گڼ شمير مدرسې تړل شوي اؤ دهغې طالبان افغانستان ته گډوډۍ دپاره ليږل شوي دي.
جنرال کريمي وايي دامن ضد اؤ جمهوريت ضد عناصرو دناوړه پلانونو دشنډولو لپاره دافغانستان امنيتي ځواکونو جامع تگلاره جوړه کړې ده.
کابل کې خبريالانو سره دخبرو په مهال نوموړي وئيلي دي دخالي په ورځ افغانستان کې دټولټاکنو ددوهم پړاؤ لپاره غيرمعمولي امنيتي تدابير نيول شوي اؤ هيله يې څرگنده کړې چې دغه ټاکنې به په پرامنه ماحول کې ترسره شي.
جنرال کريمي دغه تور وروستو له هغې لگولى چې تيره ورځ دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم نۀ يواځې دا چې په افغانستان کې دپاکستان لخوا داقتدار دپرامنه منتقلۍ دعمل ملاتړ څرگند کړى ؤ بلکې دعوه يې کړې وه چې په گاونډي هيواد افغانستان کې دټولټاکنو ددوهم پړاؤ په پرامنه ډول دکيدو لپاره يې دافغانستان سره په گډه پوله حفاظتي گامونه سخت کړي دي.
دافغان پوځ مشر وويل دهيواد دخوشحالۍ لپاره ددوهم پړاؤ دغه ټاکنې ارزښتناکې دي اؤ ددغه عمل په پرامنه ډول دترسره کيدو ژمنه يې وکړه.
هغه وويل دټولټاکنو دعمل دتحفظ باوري کولو لپاره دافغانستان دملي اردو ترڅنگ دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې يو کم شپيتۀ زره پوځيان ځايې پځايې کړل شوي اؤ زياته يې کړه چې امنيتي ځواکونو په دغه اړه يو شمير غونډې کړي اؤ دلمړي پړاؤ په مهال رامينځته شوې نيمگړتياوې يې په گوته کړي دي.
جنرال کريمي وويل د٥م اپريل دټولټاکنو تيروتنې به په دوهم پړاؤ کې نۀ تکراريږي اؤ زياته يې کړه چې دخالي په ورځ به دټولټاکنو ددوهم پړاؤ لپاره دلمړي پړاؤ څخه سخت گامونه اخستل کيږي.
ښاغلي کريمي دعوه وکړه چې طالبانو خپل هاغه ځينې لوړپوړي مشران لرې کړي چې په ٥م اپريل دټاکنو په سبوتاژ کولو کې ناکامه شوي وؤ.
ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه تور ولگولو چې پاکستان دافغانستان په حواله کله هم مخلص نۀ دى پاتې شوى اؤ ټولو خلکو ته دا معلومه ده(ځکه چې) د ډيورنډ لا ئن معامله ده، داوبو ستونزه ده اؤ نورې شخړې موجودې دي.
دپاکستان اؤ افغانستان په گډه پوله دراکټي بريدونو معاملو ته په اشارې کولو سره جنرال کريمي وويل دغه معامله پاکستاني چارواکو سره راپورته کيږي خو دهغه په قول اسلام اباد دبريدونو اودرولو لپاره مثبت گامونه نۀ دي اخستي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG