لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف کرزي ته وئيلي ترهه گرو لپاره دې پوله وتړي


An Israeli policeman fires tear gas during clashes with Palestinian demonstrators in the West Bank town of al-Ram, north of Jerusalem. The violence erupted a month ago, fueled by rumors that Israel was plotting to take over a sensitive Jerusalem holy site revered by both Jews and Muslims.
An Israeli policeman fires tear gas during clashes with Palestinian demonstrators in the West Bank town of al-Ram, north of Jerusalem. The violence erupted a month ago, fueled by rumors that Israel was plotting to take over a sensitive Jerusalem holy site revered by both Jews and Muslims.
په داسې حال کې چې دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ پرله پسې په دريمه ورځ هم دترهه گرو په خوندي ځالو دجيټ الوتکو څخه بمباري کړې دپاکستان وزيراعظم نواز شريف په افغان صدر حامد کرزي غږ کړى چې ددغو پوځي عملياتو څخه دترهه گرو دبچ وتلو دمخنيوي لپاره دې ورسره مرسته وکړي.
دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم په دغه اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي وزيراعظم نواز شريف تيره شپه افغان صدر حامد کرزي ته ټيليفون کړى اؤ دهغه څخه يې غوښتنه کړې چې دعملياتو په مهال پاکستان څخه افغانستان ته دترهه گرو داوړيدو دمخنيوي لپاره دې افغان پوله وتړي.
هغې وويل چې دغه پيغام له دې وړاندې دپوځي سرچينو له لارې ورکړل شوى ؤ اؤ افغان چارواکو ته خواست شوى ؤ چې په افغانستان کې دتندلارو دهاغو خوندي ځالو په ضد دې گامونه واخستل شي چې دپاکستان دننه دحملو لپاره کارول کيږي.
تسنيم اسلم وويل " زۀ دغو خواستونو ته دکرزي دځواب څخه نۀ يم خبر"
دخارجه دفتر وياندې وويل چې نواز شريف کرزي ته دخلکو د وراوړيدو دمخې نيولو لپاره خواست وکړو.
دافغانستان دخوست ولايت دوالي وياند مبارز محمد ځدراڼ وينا ده چې دوړاندې څخه دخوست ولايت گربز اولسوالۍ ته دپولې دپورې غاړې څخه په زرگونو خلک وراوړيدلي اؤ هغوي ته خوراک اؤ مدد ورکولى شي.
دافغانستان دصدارتي محل ترمخه پاکستان په شمالي وزيرستان کې ،چرته چې په زرگونو ترهه گرو پناه اخستې، دپوځي عملياتو په مهال افغانستان څخه مرسته غوښتې.
دگل په ماښام وزيراعظم نواز شريف صدر حامد کرزي سره ټيليفوني خبرې کړې ، هغه سره يې دشمالي وزيرستان په عملياتو بحث کړى اؤ دکابل مرسته يې غوښتې.
دصدارتي محل دبيان ترمخه نواز شريف حامد کرزي ته دصدارتي ټاکنو په کاميابۍ ترسره کيدو هم مبارکي وئيلې اؤ هيله يې څرگنده کړې چې دغه ټاکنې به افغانستان دثبات مخې ته سم کړي.
ددې په ځواب کې صدر حامد کرزي هم دډيورنډ دکرښې دواړو اړخونو ته دترهه گرو دختمولو هڅو کې گاونډي هيواد (پاکستان) ته دهررقم ممکنه مرستې باور ورکړى.
افغان صدر وويل دواړه گاونډي هيوادونه تندلاريتوب سخت ځپلي اؤ په دې خبره يې زور راوړى چې بايد دپوځي عملياتو په مهال اولسي وگړو ته تحفظ ورکړل شي.
نواز شريف هم دپوځي عملياتو په مهال داولسي وگړو دتحفظ په اړه دکرزي دغږ سره ملاتړ وښودو اؤ وې وئيل چې دمقامي ابادۍ دتحفظ په اړه په بيلا بيلو لارو چارو دغور لپاره به دپاکستان يو هيئت ډير زر دکابل دوره وکړي.
دپاکستان پوځ شمالي وزيرستان ته ټينکونه وروستي، ځمکني پوځيان يې تعينات کړي اؤ دجيټ الوتکو څخه پرله پسې دترهه گرو شکمنې ځالې په نخښه کوي خو تر دې مهاله دتندلارو له لوري دکوم ستر مزاحمت سره نۀ دي مخ شوي اؤ زياتره جنگيالي فضائي حملو کې وژل شوي دي.
افغانستان اؤ امريکا دډير وخت راهسې پاکستان څخه شمالي وزيرستان کې دحقاني نيټ ورک دجنگيالو پشمول دپټو ترهه گرو په ضد دپوځي عملياتو پيل کولو غوښتنه کوله ، خو پاکستان دريځ لرلو چې دغه عمليات به په مناسب وخت اؤ خپلو ملي وسيلو ته په کتلو سره پيل کوي.
دامريکا مرستيال خارجه وزير ويلئيم جى برنز تيره مياشت اسلام اباد کې پاکستاني مشرانو سره دليدنو په مهال ددغه هيواد دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف ته وئيلي وؤ په شمالي وزيرستان کې دترهه گرو خوندي ځالې دې په کابل کې دنوې سياسي انتظاميې دجوړيدو څخه دمخه تباه کړى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG