لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزى وائي افغانستان ته القاعده بيا نۀ شي ورستنيدى


 افغان صدر وويل القاعده په افغانستان کې موجودگي نۀ لري.
افغان صدر وويل القاعده په افغانستان کې موجودگي نۀ لري.
دافغانستان صدر حامد کرزي دا امکان رد کړى چې گنې افغانستان کې لکه دعراق په څير القاعده سره تړلې تندروه ډلې بيا ورستنيدى شي.
عراق اؤ افغانستان دواړه دامريکائي جگړو مرکزى پاتې شوى اؤ پکې موجود جنگيالي دهاغو ځائي عسکرو په ضد په جگړه بوخت دي چې دامريکائي پوځ له لوري روزل شوي دي.
په عراق کې دياغيانو لخوا په گڼو ښارونو قبضې دعراق حکومت اؤ نړيواله ټولنه حيرانه کړې اؤ څيړونکو انديښنه څرگنده کړې چې يوه ورځ افغانستان هم ددغه رقم صورتحال سره مخ کيدى شي.
برطانوي خبري شبکې سره کابل کې ديوې مرکې په مهال چې کله دافغان صدر څخه پوښتنه وشوه چې ايا څه په عراق کې رامينځته کيږي دغسې په افغانستان کې هم رامينځته کيدى شي هغه وويل " کله هم نه "
افغان صدر وويل القاعده په افغانستان کې موجودگي نۀ لري.
ټاکل شوې ده دسږکال تراخره به افغانستان څخه دامريکا په مشرۍ نړيوال ځواکونه اوځي اؤ ځينو څيړونکو د٢٠١٤م وروستو په دغه هيواد کې تشدد کې داضافې خبردارى ورکړى.
طالبانو سره درابطو په اړه حامد کرزي وويل هغه طالبانو سره پرله پسې په رابطه کې دى اؤ زياته يې کړه چې " هغوي ما سره هره ورځ په رابطه کې دي،تردې چې هغوي سره دليکونو تباده کيږي، ليدنې کيږي اؤ دامن خواهش"
حامد کرزي وويل " خو هغوي(طالبان) ځانله امن نۀ شي راوستى لکه څنگه چې زۀ،افغان اولس اؤ حکومت ځانله دامن راوستو جوگه نۀ يو"
افغانانو دجون په ١٤مه نيټه دصدارتي ټولټاکنو په دوهم پړاؤ کې ووټونه اچولي اؤ هيله کيږي چې حامد کرزى به داگست په مياشت کې خپل ځايې ناستي ته اقتدار وسپاري.
حامد کرزي وويل چې هيواد يې هاغلته پرله پسې نړيوالې مرستې ته اړتيا لري چرته چې يې هيواد پخپلو پښو نۀ دى ولاړ.
هغه وويل دنائن اليون وروستو دصدر بُش دترهه گرۍ په ضد جگړه دافغانانو کورونو اؤ کليو کې نۀ وه پکار اؤ په ظاهري ډول دپاکستان په لوري داشارې کولو په مهال يې وويل چې دغه جگړه دافغانستان دپولو څخه بهر دتندلارو په خوندي ځالو کې پکار وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG