لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور:وسله والو زنانه سندرغاړې مُسکان وژلې ده


خو دوژل شوې سندرغاړې رور صداقت پوليس سره درپورټ درج کولو په مهال وئيلي دي تيره شپه څلور کسان دهغوي کور ته ورننوتل اؤ دزباني تاؤتريخوالي وروستو يې ميرمن گلناز په سر وويشته
خو دوژل شوې سندرغاړې رور صداقت پوليس سره درپورټ درج کولو په مهال وئيلي دي تيره شپه څلور کسان دهغوي کور ته ورننوتل اؤ دزباني تاؤتريخوالي وروستو يې ميرمن گلناز په سر وويشته
دزيارت په ورځ دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې دگلناز په نوم يوه سندرغاړې چې په مُسکان هم مشهوره وه نامعلومو وسله والو وژلې ده.
دپوليس سرچينو له مخې دسندرغاړې د وژلو دغه پيښه دپيښور په گلبرگ سيمه کې دشورواؤ زيارت په مينځ شپه کې رامينځته شوې.
پوليس وائي دوژل شوې سندرغاړې تعلق په بنيادي توگه دمردان دپورې هوتي سيمې سره دى.
وژل شوې هنرمندې گلناز ته نزدې يوې سرچينې وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي په تيره موده کې دگلناز دکور څخه غلا شوې وه اؤ هغې ددغه غلا دعوه په څو کسانو کړې وه چې له دې امله يې دهاغه خلکو سره زړۀ بداوى روان ؤ اؤعين ممکن هم دغه خلکو گلناز وژلي وي.
خو دوژل شوې سندرغاړې رور صداقت پوليس سره درپورټ درج کولو په مهال وئيلي دي تيره شپه څلور کسان دهغوي کور ته ورننوتل اؤ دزباني تاؤتريخوالي وروستو يې ميرمن گلناز په سر وويشته.
دډزو په نتيجه کې لمړى گلناز سخته ژوبل شوه اؤ هسپتال ته درسول کيدو وروستو يې ساه ورکړه.
په پيښور کې له دې وړاندې هم په بيلا بيلو وختونو کې زنانه فن کارانې دوسله والو په حملو کې وژل شوي دي ، چې په هغې کې دايمن اُداس اؤ غزاله جاويدنومونه هم شامل دي.
همدغه راز په تيرو مياشتو کې دسپوږمۍ په نوم دپښتو يوې سندرغاړې په گاډي پيښور کې دوسله والو ترسره شوي بريد کې دهغې مور اؤ ورندار وژل شوي وؤ.
دسندرغاړې سپوږمۍ يوه بله خور هم مُسکان نوميږي اؤ په گلبرگ سيمه کې دوژل شوې فنکارې پيژندگلو هم دگلناز عرف مُسکان په نوم سره شوې ده، خو سپوږمۍ ته نزدې يوې سرچينې وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وويل وژل شوې فنکاره مسکان دسپوږمۍ خور نۀ ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG