لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ دشمالي وزيرستان عملياتو کې دنورو ٢٣ؤ جنگيالو دوژلو دعوه کړې


همدغه شان امنيتي ځواکونو ٨ ازبک جنگيالي هاغه مهال وژلي کله چې هغوي په ميرانشاه-ميرعلي سړک دبارودي موادو ښخولو هڅه کوله.
همدغه شان امنيتي ځواکونو ٨ ازبک جنگيالي هاغه مهال وژلي کله چې هغوي په ميرانشاه-ميرعلي سړک دبارودي موادو ښخولو هڅه کوله.
دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې ( ائي ايس پي ار) څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې شمالي وزيرستان کې دپوځ له لوري دتندلارو په ضد پيل کړل شوؤ عملياتو کې لږ ترلږه ٢٣ شکمن جنگيالي وژل شوي دي.
دپوځي بيان ترمخه ١٥ شکمن تندلاري دشمالي وزيرستان ختيز لوري ته دزرتاتنگي غرۀ په څوکو دشورو په ورځ هاغه مهال وژل شوي کله چې دپوځ کوبرا گن شپ هيلي کاپټرو څخه دتندلارو درابطې مرکزونه په نخښه کړل شول.
همدغه شان امنيتي ځواکونو ٨ ازبک جنگيالي هاغه مهال وژلي کله چې هغوي په ميرانشاه-ميرعلي سړک دبارودي موادو ښخولو هڅه کوله.
بيان کې وئيل شوي چې امنيتي ځواکونه په شمالي وزيرستان کې هاغه سيمې هم تړي چې پکې شکمنو تندلارو پناه اخستې ده اؤ پوځ دا دعوه هم کړې ده چې دتړل شوؤ سيمو څخه دتندلارو دتيښتې گڼې هڅې هم ناکامه کړل شوي دي.
دائي ايس پي ار دبيان ترمخه دميرامشاه اؤ غلام خان سيمو څخه نن دخلکو کډې کول هم پيل شوي دي اؤ زياتوي چې په مختلفو ځائيونو کې چيک پوائنټونه جوړ کړل شوي چرته چې کډوالو ته ټولې انتظامي اسانتياوې ورکول کيږي چې پکې خوراکي مواد اؤ دوايانې هم شاملې دي.
دازادو سرچينو څخه ددغو عملياتو اؤ پکې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه معلومات نۀ دي ترلاسه شوي اؤ ددغه خطرناکې قبائيلي سيمې پورې دخبريالانو ورتگ هم گران دى.
تيره اوونۍ دکراچۍ په هوائي اډه دجنگيالو لخوا دبريد څخه سمدستي وروستو دپاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د"ضرب عضب" په نوم پوځي عمليات پيل کړي چې پکې تردې مهاله ٢٣٢ جنگيالي اؤ ٨ عسکر وژل شوي .
په دغو عملياتو کې دتندلارو د٢٠ؤ څخه زياتې ځالې تباه کړل شوي اؤ پوځي سرچينې وائي چې دميرعلي اؤ ميرامشاه سيمې به په راتلونکو څو ورځو کې دتندلارو څخه پاکې کړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG