لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کونړ کې دحملو په اړه پاکستان دافغانستان تورونه رد کړي


 " زمونږ وسله والو پوځونو دزيات څخه زيات زغم اؤ ذمه وارۍ سره يواځې دځان ددفاع لپاره گام اخستى"
" زمونږ وسله والو پوځونو دزيات څخه زيات زغم اؤ ذمه وارۍ سره يواځې دځان ددفاع لپاره گام اخستى"
پاکستان دنهې په ورځ دلوړپوړو افغان چارواکولخوا لگول شوي دا تورونه رد کړي چې گنې پاکستاني پوځيان داولسي وگړو په جامو کې دافغانستان دکونړ ولايت دننه بريدونه ترسره کوي.
دپاکستان دخارجه وزارت څخه جاري شوي بيان کې دعوه شوې ده چې دافغان خاورې څخه پرله پسې په پاکستاني پوځيانو حملې کيږي اؤ وئيل شوي چې " زمونږ وسله والو پوځونو دزيات څخه زيات زغم اؤ ذمه وارۍ سره يواځې دځان ددفاع لپاره گام اخستى"
په پاکستان کې دافغانستان سفير جانان موسي زئي سره يوه اوونۍ دمخه ديوې ليدنې په مهال دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف دافغانستان ددفاع چارواکو څخه غوښتنه کړې وه چې دخپل هيواد دننه دې کونړ اؤ نورستان ولايتونو کې دپاکستاني طالبانو دتحريک خوندي ځالې تباه کړي.
پاکستان تور لگوي چې افغانستان دپاکستاني طالبانو مشر مولانا فضل الله ته پخپلو دغو يادو شوؤ ولايتونو کې پناه ورکړې اؤ دافغانستان دخاورې څخه وسله وال جنگيالي وخت ناوخته په پاک افغان گډه پوله په پاکستاني پوځيانو بريدونه ترسره کوي.
همدغه شان افغان چارواکو هم په تيرو وختونو کې تورونه لگولي چې افغانستان کې په بهرنو اؤ افغان عسکرو دبريدونو کولو لپاره دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دحقاني نيټ ورک دجنگيالو پشمول ترهه گر پټ دي اؤ پاکستان ددغو ترهه گرو په ضد دگامونو اخستو څخه ډډه کوي.
پاکستان دتيرې اوونۍ راهسې شمالي وزيرستان کې پيل کړل شوؤ عملياتو کې دنزدې ٣٠٠ؤ جنگيالو دوژلو دعوه کړې اؤ افغان حکومت څخه يې هم غوښتنه کړې چې ددغو عملياتو څخه دتښتيدونکو جنگيالو لپاره خپله پوله وتړي.
دخارجه دفتر بيان کې وئيل شوي دي چې " مونږ دافغان حکومت څخه هم دداسې کوم گام اخستو څخه دډډې کولو توقع کوؤ چې په پوله دامن اؤ ثبات لپاره زيانمن وي"
خارجه دفتر وائي " پاکستان دترهه گرۍ دلعنت دمخنيوي په هڅو کې بوخت دى"
بيان کې وئيل شوي دي چې " مونږ باور کوؤ دافغان لوري څخه دغه بې اساسه تورونه نۀ يواځې دا چې ماحول خرابوي بلکې ورسره ددواړو هيوادونو ترمينځ دتعميري تماس هڅې هم کميږي. "
پاکستان وئيلي دي چې " مونږ به دخپله اړخه نۀ خو دچيلنجونو په سمدستي توگه دهوارولو اؤ نۀ هم دافغانستان دخلکو سره ددوستانه اؤ همکارۍ داړيکو جوړولو څخه ډډه کوؤ"

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG