لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان :په امنيتي پوسته ځانمرگي بريد، ددوؤ پوځيانو په گډون درې کسان مړۀ


 امنيتي سرچينو په دغه پيښه کې ددوؤ پوځيانو اؤ يو اولسي وگړي دوژل کيدو پخلى کړى اؤ زياته کړې يې ده چې بريد کې دوه عسکر ژوبل شوي هم دي.
امنيتي سرچينو په دغه پيښه کې ددوؤ پوځيانو اؤ يو اولسي وگړي دوژل کيدو پخلى کړى اؤ زياته کړې يې ده چې بريد کې دوه عسکر ژوبل شوي هم دي.
سرچينې وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو په يو چيک پوسټ ترسره شوي ځانمرگي بريد کې ددوؤ پوځيانو پشمول درې کسان وژل شوي دي.
دامنيتي سرچينو ترمخه يو ځانمرگي خپلو دبارودو نه ډک گاډى دشمالي وزيرستان دسپين وام په شيوه سيمه کې ديو چيک پوسټ سره ټکر کړو چې له امله يې دوه پوځيان ووژل شول اؤ پوستې ته زيان ورسيدو.
امنيتي سرچينو په دغه پيښه کې ددوؤ پوځيانو اؤ يو اولسي وگړي دوژل کيدو پخلى کړى اؤ زياته کړې يې ده چې بريد کې دوه عسکر ژوبل شوي هم دي.
شمالي وزيرستان کې په پوځ دغه ځانمرگى بريد په داسې حال کې ترسره شوى چې سرچينې وائي نن دشمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې امنيتي ځواکونو سره نښته کې پينځه جنگيالي هم وژل شوي دي.
هم دشورو په ورځ قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دجيټ الوتکو بمبارۍ کې ١٣ جنگيالي وژل شوي اؤ ددې ترڅنگ مهمند ايجنسۍ کې دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې يو عسکر وژل شوى دى.
ددغه ځانمرگي بريد پړه که تردې مهاله هر څو چا په غاړه نۀ ده اخستې خو دپوځ له لوري د"ضرب عضب" عملياتو وروستو په شمالي وزيرستان کې دحافظ گل بهادر فعاله تندروه ډلې دپوځ په ضد د" ضرب مومن " په نوم دعملياتو اعلان کړى اؤ خپلو جنگيالو ته يې دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې دحکومتي تنصيباتو دپه نخښه کولو وينا کړې.
دپاکستان پوځ يوه اوونۍ دمخه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد وروستو له هغې په ستره پيمانه پوځي عمليات پيل کړل چې دپاکستاني طالبانو تحريک دکراچۍ په هوائي اډه دشوي هاغه بريد مسؤليت په غاړه واخستو چې پکې نزدې ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.
پوځ دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې يې تر دې مهاله نزدې ٣٠٠ ترهه گر وژلي اؤ ١٠ؤ پوځيانو هم په دغو عملياتو کې خپل ژوند دلاسه ورکړى ، خو دازادو سرچينو څخه په دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه پخلى نۀ دى شوى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG