لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : افغانستان دې شمالي وزيرستان څخه دترهه گرو دتيښتې لاره ونيسي


 دزيارت په ورځ اسلام اباد کې داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وويل افغانستان ته دځانگړي استازي محمود خان اچکزئي ددورې مقصد هم دپولې په غوره انتظام کې دافغانستان څخه مرسته غوښتل وؤ
دزيارت په ورځ اسلام اباد کې داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وويل افغانستان ته دځانگړي استازي محمود خان اچکزئي ددورې مقصد هم دپولې په غوره انتظام کې دافغانستان څخه مرسته غوښتل وؤ

پاکستان دزيارت په ورځ يوځل بيا هيله څرگنده کړې ده چې افغانستان به په شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد دروانو عملياتو څخه دتښتيدونکو جنگيالو دمخنيوي لپاره دپولې پورې غاړه ټول ضروري گامونه واخلي.

پاکستان دافغانستان دپولې ترڅنگ پخپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې په ١٥م جون دمقامي اؤ غيرملکي ترهه گرو په ضد په لويه پيمانه پوځي عمليات پيل کړي چې پکې پوځ تر دې مهاله د٣٠٠ؤ څخه دزياتو تندلارو دوژنې اؤ دهغوي دلسگونو ځالو دتباه کولو دعوه کړې خو دازادو سرچينو څخه په دغو عملياتو کې دوژل شوؤ کسانو دپيژندگلو اؤ نۀ هم دهغوي ددقيقې شميرې په اړه پخلى شوى دى.

دزيارت په ورځ اسلام اباد کې داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وويل افغانستان ته دځانگړي استازي محمود خان اچکزئي ددورې مقصد هم دپولې په غوره انتظام کې دافغانستان څخه مرسته غوښتل وؤ اؤ همدغه شان دافغانستان دقومي سلامتۍ دصلاح کار ډاکټر رنگين دادفرسپنتا دپاکستان دسفر غرض هم په دغه معامله بحث مخ په وړاندې بوتلل دي.

دخارجه دفتر وياندې په ياده کړه چې افغانستان کې دصدارتي ټولټاکنو په مهال پاکستان دخلکو دتگ راتگ محدودولو اؤ په پوله داضافي عسکرو دگمارلو په گډون بيلا بيل غيرمعمولي گامونه اخستي وؤ اؤ وې وئيل چې ددغو گامونو ستائينه نۀ يواځې افغانانو بلکې نړيوالې ټولنې هم کړې ده.

تسنيم اسلم وويل شمالي وزيرستان کې دترهه گرو دختمولو لپاره عمليات پيل کړل شوي اؤ پاکستان سره په دغه اړه مرسته کول پخپله دافغانستان په گټه دي.

افغان اؤ امريکائي چارواکو هم په تيرو وختونو کې تورونه لگولي چې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دحقاني نيټ ورک دجنگيالو په گډون جنگيالي دپولې پورې غاړې افغانستان کې په افغان اؤ بهرنو ځواکونو دبريدونو وروستو بيرته په دغه قبائيلي سيمه کې پناه اخلي اؤ پاکستان ددغو ترهه گرو په ضد دگامونو اخستو څخه ډډه کوي.

دخارجه دفتر وياندې هيله څرگنده کړه چې افغان چارواکي به په پوله دسختو امنيتي تدابيرو نيولو په اړه دپاکستان غوښتنې ته مثبت ځواب ووائي.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا دشمالي وزيرستان دکډوالو دمرستې لپاره کوم بهرني هيواد دمرستې وړانديز کړى تسنيم اسلم وويل پاکستان په دغه اړه دکومې بهرنۍ مرستې غوښتنه نۀ ده کړې، خو متحده عرب اماراتو دکډوالو لپاره ديو رقم مرستې وړانديز کړى.

تسنيم اسلم وويل " دشمالي وزيرستان خلک زمونږ وروڼه اؤ خويندې دي اؤ ديو قام په توگه دکډوالو کوټلې مرسته زمونږ ذمه واري ده ، چاچې په ټول هيواد کې دامن اؤ سلامتۍ لپاره خپل کورونه پريښودي"

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG