لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف:"ضرب عضب" عمليات هيواد کې دامن بحالۍ لپاره پيل کړل شوي


 دزيارت په ورځ اسلام اباد کې دپاکستان بار کونسل يو هيئت سره خبرو کې نواز شريف وويل دترهه گرو ټولې خوندي ځالې به تباه کولى شي
دزيارت په ورځ اسلام اباد کې دپاکستان بار کونسل يو هيئت سره خبرو کې نواز شريف وويل دترهه گرو ټولې خوندي ځالې به تباه کولى شي

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي چې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې " ضرب عضب" پوځي عمليات دترهه گرو دختمولو اؤ هيواد کې دامنيت دټينگښت لپاره پيل کړل شوي دي.

پاکستان دجون په ١٥مه نيټه شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد عمليات پيل کړي چې پکې يې تر دې مهاله د٣٠٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژلو دعوه کړې اؤ په دغو عملياتو کې د١٠ؤ څخه زياتو پوځيانو هم خپل ژوند دلاسه ورکړى.

دزيارت په ورځ اسلام اباد کې دپاکستان بار کونسل يو هيئت سره خبرو کې نواز شريف وويل دترهه گرو ټولې خوندي ځالې به تباه کولى شي، ترڅو هغوي يوځل بيا پخپلو پښو ونۀ دريږي.

شمالي وزيرستان کې دپيل کړل شوؤ عملياتو په مهال تر دې مهاله پوځ يواځې دجيټ الوتکو اؤ گن شپ هيلي کاپټرو څخه دترهه گرو په شکمنو ځالو فضائي بريدونه کړي اؤ دهغوي دلسگونو ځالو دتباه کولو دعوه يې کړې ده.

وزيراعظم وويل پاکستانى اولس دترهه گرو په ضد روانو عملياتو کې دخپلو وسله والو پوځونو سره اوږه په اوږه ولاړ دى اؤ هيله يې څرگنده کړه چې امنيتي ځواکونه به دترهه گرو په ختمولو کې بريالي شي.

شمالي وزيرستان څخه دکډوالو په اړه نواز شريف وويل دامن لپاره خپل کور کلى پريښودونکي به يواځې نۀ پريښودل کيږي اؤ زياته يې کړه چې حکومت به دکډوالو دمرستې لپاره ټولې سرکاري وسيلې استعمالوي.

که هر څو پاکستاني چارواکي دشمالي وزيرستان کډوالو ته دټولو اسانتياوؤ برابرولو ادعاوې کوي خو سرچينې وائي دغه کډوال دبنو دبکاخيل په حکومتي کيمپ کې دشمالي دتندرو ډلې دحافظ گل بهادر له ويرې نۀ شي اوسيدى.

خو بيا دشمالي وزيرستان ايجنسۍ څخه دقومي اسمبلۍ غړي محمد نظير خان ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې " ددې کيمپ هيڅ اهميت نشته ځکه چې دشمالي وزيرستان خلک کله هم په کوم کيمپ کې نۀ دي اوسيدلي، هغوي خپل رسمونه رواجونه لري کوم چې په دغسې سخت حالت کې هم نۀ شي ماتيدى. "

بل لوري ته دپاکستان صدر ممنون حسين هم وئيلي دي چې حکومت اؤ وسله وال پوځونه هيواد څخه دترهه گرۍ دخاتمې پخه اراده لري اؤ زياته کړې يې ده چې دترهه گرو په ضد جگړه کې قام يو موټى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG