لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : دجيټ الوتکو بمبارۍ کې ١١ جنگيالي وژل شوي


 دسرکاري سرچينو ترمخه دشمالي وزيرستان ميرامشاه اؤ نزدې سيمو کې دزيارت په ورځ دجيټ الوتکو، ټينکونو اؤ توپو څخه دترهه گرو شکمنې ځالې په نخښه کړل شوي دي.
دسرکاري سرچينو ترمخه دشمالي وزيرستان ميرامشاه اؤ نزدې سيمو کې دزيارت په ورځ دجيټ الوتکو، ټينکونو اؤ توپو څخه دترهه گرو شکمنې ځالې په نخښه کړل شوي دي.

سرچينې وائي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دزيارت په ورځ ترسره شوؤ عملياتو کې ١١ جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي شپږ ځالې هم تباه شوي دي.

دسرکاري سرچينو ترمخه دشمالي وزيرستان ميرامشاه اؤ نزدې سيمو کې دزيارت په ورځ دجيټ الوتکو، ټينکونو اؤ توپو څخه دترهه گرو شکمنې ځالې په نخښه کړل شوي دي.

سرچينې وائي دترهه گرو په شکمنو ځالو دغه تازه حملې دميرانشاه بازار اؤ ظفر سيمو کې شوي چې پکې ١١ جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي شپږ ځالې هم تباه شوي دي اؤ زياتوي چې په راتلونکو څو ورځې به دتندلارو په ضد دپوځ لخوا ځمکني عمليات هم پيل شي خو دپوځ مطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) تر دې مهاله ددغه وروستۍ کارروايۍ په اړه څه نۀ دي وئيلي.

شمالي وزيرستان کې دپيل کړل شوؤ عملياتو په مهال تر دې مهاله پوځ دجيټ الوتکو، گن شپ هيلي کاپټرو،ټينکونو اؤ توپو څخه دترهه گرو په شکمنو ځالو فضائي بريدونه کړي اؤ چې پکې د٣٥٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژلو اؤ دهغوي دلسگونو ځالو دتباه کولو دعوې شوي اؤ لسو عسکرو هم په دغو عملياتو کې خپل ژوند دلاسه ورکړى.

خو دازادو سرچينو څخه په دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې اؤ عملياتو کې دوژل شوؤ کسانو دپيژندگلو په اړه پخلى نۀ دى شوى.

ددغو عملياتو له امله دشمالي وزيرستان څخه افغانستان اؤ دخيبرپښتونخوا صوبې بيلا بيلو سيمو ته په لکونو خلکو کډې هم کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG