لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف:ټول بهرني اؤ مقامي ترهه گر به پرته له کوم فرق څخه ختمولى شي


 نواز شريف وئيلي " مونږ دعملياتو وروستو دقبائيلي سيمو دپرمختيا منصوبه بندي کړې ده"
نواز شريف وئيلي " مونږ دعملياتو وروستو دقبائيلي سيمو دپرمختيا منصوبه بندي کړې ده"

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي دتندلارو په ضد بشپړ پوځي عمليات پيل کړل شوي اؤ ټول بهرني اؤ مقامي ترهه گر به پرته له کوم فرق څخه ختمولى شي اؤ دپاکستان وسله وال پوځونه به دهغوي يوه ځاله هم نۀ پريږدي.

وزيراعظم دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې دپاکستان پوځ دگل په ورځ شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد ځمکني عمليات پيل کړي دي.

دپاکستان دپوځ ترمخه په ١٥م جون شمالي وزيرستان کې پيل کړل شوؤ پوځي عملياتو کې تر دې مهاله ٣٧٦ جنگيالي اؤ ١٧ پوځيان وژل شوي اؤ ، دترهه گرو ٦١ ځالې تباه کړل شوي اؤ يو شميرتندلارو پوځ ته ځانونه هم سپارلي ، خو دازادو سرچينو څخه ددغو ادعاوؤ په اړه پخلى نۀ دى شوى.

وزيراعظم تندلارو ته دخبرداري ورکولو په ترڅ کې وئيلي چې " رياست به په قبائيلي سيمو کې خپله عملداري پځايې کوي"

نواز شريف وئيلي " مونږ دعملياتو وروستو دقبائيلي سيمو دپرمختيا منصوبه بندي کړې ده"

دپاکستاني فضائيې مشر ائيرمارشل محمد طاهر رفيق بټ دنهې په ورځ نواز شريف سره وزيراعظم هاؤس اسلام اباد کې ليدنه کړې ده اؤ دواړو مشرانو دپاکستان دفضائي ځواک دپيشه وارانه چارو په اړه خبرې اترې کړي دي.

ددغه ليدنې په مهال نواز شريف دفضائي ځواک ستائينه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دهيواد ددفاع په تحفظ کې فضائي ځواکونه مهم کردار ادا کوي.

وزيراعظم ائيرچيف طاهر رفيق بټ ته دفضائي ځواکونو دټولو پيشه وارانه ضرورتونو دپوره کولو باور هم ورکړو.

دفضائې مشر نواز شريف دشمالي وزيرستان څخه دبې کوره شوؤ خلکو دخيرښيگړې لپاره داخستل شوؤ گامونو څخه خبر کړو اؤ وې وئيل چې دفضائي ځواکونو لخوا هم په کډوالو امدادي سامان ويشل شوى دى.

هغه وويل چې فضائي ځواکونه په شمالي وزيرستان کې دمقامي اؤ بهرنو ترهه گرو په ضد دپاکستان پوځ ته بشپړه فضائي مرسته ورکوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG