لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قومي اسمبلۍ دتحفظ پاکستان بل منظوري ورکړې


 دسائنس اؤ ټيکنالوجۍ وزير زاهد حامد قومي اسمبلۍ ته دغه بل وړاندې کړى ، دکوم منظوري چې په روانه اوونۍ کې دپارليمان برني ايوان يعنې سينيټ هم ورکړې وه.
دسائنس اؤ ټيکنالوجۍ وزير زاهد حامد قومي اسمبلۍ ته دغه بل وړاندې کړى ، دکوم منظوري چې په روانه اوونۍ کې دپارليمان برني ايوان يعنې سينيټ هم ورکړې وه.

دشورو په ورځ دپاکستان قومي اسمبلۍ دترهه گرۍ دمخنيوي دنوي قانون تحفظ پاکستان بل ٢٠١٤م منظوري ورکړې ده.

دسائنس اؤ ټيکنالوجۍ وزير زاهد حامد قومي اسمبلۍ ته دغه بل وړاندې کړى ، دکوم منظوري چې په روانه اوونۍ کې دپارليمان برني ايوان يعنې سينيټ هم ورکړې وه.

دپارليمان ددواړو ايوانونو څخه دمنظورۍ وروستو به دپاکستان دصدر په لاسليک کولو سره دغه بل دقانون شکل خپل کړي کوم چې به ددوؤ کلونو لپاره نافذ وي.

دغه بل دپاکستان په ضد دجگړې يا ياغيتوب په لړ کې تحفظ ورکوي اؤ دهيواد سلامتۍ ته دپيښو خطرو مخنيوى کوي.

دتحفظ پاکستان دترميم شوي بل په اړه دسائنس اؤ ټيکنالوجۍ وزير زاهد حامد وويل چې ددغه بل لاندې به ځانگړې محکمې جوړولى شي ترڅو په سختو جرمونو کې سزاگانې باوري کړل شي.

هغه وويل چې دجرمونو په مخنيوي کې دغه بل دوسله والو پوځونو کردار په ډاگه کوي اؤ زياته يې کړه چې د١٥م گريډ څخه بره دپوليسو افسر ته په موقع دگولۍ چلولو واک دوروستي گام په توگه ورکړل شوى دى.

هغه وويل چې دغه قانون به تر دوؤ کلونو نافذ وي.

زاهد حامد وويل چې نوى بل دحزب اختلاف گوندونو سره دبشپړه صلاح مشورو وروستو تيار کړل شوى اؤ دهغوي تجويزونه هم په دغه بل کې شامل کړل شوي دي.

وفاقي وزير وويل چې په شمالي وزيرستان کې دپوځي عملياتو پيل کيدو څخه وروستو ددغه بل منظوري دوخت ضرورت ؤ.

زاهد حامد وويل دغه بل به دهيواد دبقاء،امن اؤ تحفظ لپاره ددښمنانو په ضد روانه جگړه کې وسله والو پوځونو ته قانوني تحفظ ورکړي اؤ دايوان څخه دبل دمتفقه منظورۍ سره به دا پيغام لاړ شي چې قام په دې سخت وخت کې دخپلو وسله والو پوځونو پشا ولاړ دى.

دحزب اختلاف اؤ ځينو ائتلافي گوندونو له لوري ددغه بل په ځينو شقونو دتحفظاتو کولو وروستو په دې کې بدلونونه شوي وؤ اؤ بيا يې سينيټ منظوري ورکړې وه.

په دغه موقع ايوان کې دحزب اختلاف مشر سيد خورشيد شاه وويل تحفظ پاکستان بل دهيواد په تاريخ کې يو بل تاريخى بل دى.

هغه وويل وسله والو پوځونو ته په داسې موقع چې هغوي په شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد کارروائي پيل کړې، دقام دمکمل ملاتړ ضرورت دى.

دپاکستان تحريک انصاف مشر شاه محمود قريشي وويل چې دهيواد ددفاع لپاره ټول قام دوسله والو پوځونو په شا اوږه په اوږه ولاړ دى اؤ هيله يې څرگنده کړه چې شمالي وزيرستان کې به دترهه گرو په ضد پوځي عمليات کاميابيږي.

دمتحده قومي موومنټ فاروق ستار وويل وسله وال پوځونه هيواد څخه دترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره بې مثاله قربانۍ ورکوي اؤ دتحفظ پاکستان بل سره به دهغوي حوصلې لوړې شي.

همدغه شان شيخ رشيد وويل هيواد دنازک وخت څخه تيريږي اؤ دوخت تقاضا ده چې دټولنې دبيلا بيلو طبقو ترمينځ يو والى پيدا شي.

حکومتي چارواکي وائي هيواد چې دڅه رقم ترهه گرۍ سره مخ دى په دغسې حال کې ددغه شان قوانينو سخت ضرورت دى ترڅو مجرمان ته دعدالتونو څخه سزا ورکړل شي.

دتحفظ پاکستان بل ٢٠١٤م له مخې هرملزم به پرته له کومې مقدمې درج کولو تر دوؤ مياشتو دامنيتي ځواکونو په بند کې ساتل کيدى شي اؤ دقانون نافذونکو ادارو د١٥م گريډ څخه بر افسر ته به په شکمن تن دگولۍ چلولو دحکم واک وي.

همدغه شان به قانون نافذونکې ادارې پرته له کوم وارنټ څخه دکوم شکمن ځايې تالاشي اخستى شي.

دحزب اختلاف گوندونو اؤ بشري حقونو ډلو په دغه بل نيوکې کړي خو په سينيټ کې ددغه بل دملاتړ کولو په ترڅ کې دحزب اختلاف مشر سينيټر رضا رباني وئيلي که هرڅو دغه يو سخت قانون دى خو هيواد ته دپيښو موجودو حالاتو په نظر کې نيولو سره حزب اختلاف ددې دملاتړ پريکړه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG