لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه اصف : شمالي وزيرستان کې به عمليات دترهه گرۍ تر ختميدو روان وي


دشورو په ورځ اسلام اباد کې پارليمانټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو کې خواجه اصف وويل " دپاکستان پوځ په کاميابۍ سره کارروائي کوي اؤ سيمې دترهه گرو دمنگولو څخه ژغوري. "
دشورو په ورځ اسلام اباد کې پارليمانټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو کې خواجه اصف وويل " دپاکستان پوځ په کاميابۍ سره کارروائي کوي اؤ سيمې دترهه گرو دمنگولو څخه ژغوري. "

دپاکستان ددفاع وزير خواجه محمد اصف وئيلي دي چې دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې به دترهه گرو په ضد پوځي عمليات" ضرب عضب" به هيواد څخه دترهه گرۍ ختمولو پورې روان وي.

پاکستان په ١٥م جون شمالي وزيرستان کې دمقامي اؤ بهرنو ترهه گرو په ضد پوځي عمليات پيل کړي چې پکې پوځ تر دې مهاله د٣٧٦ؤ ترهه گرو دوژلو اؤ دهغوي د٦١ؤ ځالو دتباه کولو دعوه کړې اؤ وائي چې په دغو عملياتو کې يواځې ١٩ پوځيان وژل شوي خو دازادو سرچينو څخه ددغو پوځي ادعاوؤ په اړه پخلى نۀ دى شوى.

دشورو په ورځ اسلام اباد کې پارليمانټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو کې خواجه اصف وويل " دپاکستان پوځ په کاميابۍ سره کارروائي کوي اؤ سيمې دترهه گرو دمنگولو څخه ژغوري. "

خواجه اصف وويل دحکومت عملداري چيلنج کوونکو يو تن به هم نۀ پريښودل کيږي.

هغه ژمنه وکړه چې حکومت به دهيواد دهر گټ څخه ترهه گر راپيدا کوي اؤ هغوي به دقانون منگولو ته ورکش کوي.

خواجه اصف وويل چې حکومت هيواد کې دامن اؤ سلامتۍ په بحالولوژمن دى.

قومي اسمبلۍ څخه دتحفظ پاکستان بل دمنظورۍ په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وفاقي وزير وويل پارليمان اؤ حکومت دترهه گرۍ په ضد جگړه کې په يوه پاڼه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG