لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هيومن رائټس واچ : حکومت دې تحفظ پاکستان بل بيرته واخلي


پخپل بيان کې هيومن رائټس واچ وئيلي دي چې دغه نوى قانون به داظهار دازادۍ، شخصي ژوند اؤ دپرامنه اجتماع پشان دبنيادي حقونو خلاف ورزي کوي
پخپل بيان کې هيومن رائټس واچ وئيلي دي چې دغه نوى قانون به داظهار دازادۍ، شخصي ژوند اؤ دپرامنه اجتماع پشان دبنيادي حقونو خلاف ورزي کوي

دبشري حقونو دتحفظ نړيوالې ادارې هيومن رائټس واچ وئيلي دي چې دپاکستان حکومت بايد دترهه گرۍ دمخنيوي هاغه قانون بيرته واخلي چې ازادي اؤ بنيادي حقونه په خطره کې اچوي.

دتحفظ پاکستان بل ٢٠١٤م له مخې هرملزم به پرته له کومې مقدمې درج کولو تر دوؤ مياشتو دامنيتي ځواکونو په بند کې ساتل کيدى شي اؤ دقانون نافذونکو ادارو د١٥م گريډ څخه بر افسر ته به په شکمن تن دگولۍ چلولو دحکم واک وي.

په ٢مه جولا ئي دپاکستان قومي اسمبلۍ هيواد کې دترهه گرۍ دمخنيوي قانون "تحفظ پاکستان بل ٢٠١٤م" منظوري ورکړې وه، سينيټ هم په لمړۍ جولا ئي ددغه نوي بل منظوري ورکړې وه اؤ اوس هيله کيږي چې دڅو ورځو دننه دپاکستان دصدر ممنون حسين په لاسليک کولو سره به دغه بل دقانون شکل خپل کړي.

پخپل بيان کې هيومن رائټس واچ وئيلي دي چې دغه نوى قانون به داظهار دازادۍ، شخصي ژوند اؤ دپرامنه اجتماع پشان دبنيادي حقونو خلاف ورزي کوي اؤ په موجوده شکل کې دغه قانون دپرامنه سياسي اپوزيشن اؤ په حکومتي تگلاره دتنقيد اودرولو لپاره استعماليدلى شي.

دهيومن رائټس واچ دايشياء مرستيال ډائريکټر فيلم کائن وئيلي دي چې دترهه گرۍ دمخنيوي دغه قانون شکمن اؤ دکار دائره يې پراخه ده کوم چې دبندي کسانو داستحصال لپاره لاره هواروي اؤ دغسې په پاکستان کې دوړاندې څخه ډير عام دي.

اؤ هغه زياته کړې ده چې په قومي اسمبلۍ کې دايوان دلارښوونکي په توگه بايد وزيراعظم نواز شريف دا خبره باوري کړي چې ددغه قانون ځايې يو داسې قانون ونيسي کوم چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دبنيادي حقونو تحفظ باوري کوي.

دپاکستاني چارواکو ترمخه دغه بل دپاکستان په ضد دجگړې ياغيتوب په لړ کې تحفظ ورکوي اؤ دهيواد سلامتۍ ته دپيښو خطرو مخنيوى کوي.

دپاکستان دسائنس اؤ ټيکنالوجۍ وزير زاهد حامد ددغه بل قومي اسمبلۍ څخه دمنظوريدو په مهال وئيلي وؤ چې وفاقي وزير زاهد حامد وئيلي وؤ چې دغه قانون به په ځمکنو عملياتو کې بوختو دپاکستان امنيتي ځواکونو ته قانون تحفظ ورکړي.

خو دهيومن رائټس واچ ترمخه دپاکستان امنيتي ځواکونه دامنيتي گواښونو په ځواب کې دنامناسب طاقت استعمالولو يو لويې تاريخ لري اؤ دبيلگې په توگه يې په ١٧م جون دلاهورپه ماډل ټاؤن سيمه کې دپاکستان عوامي تحريک( پي اى ټي) په کاڼو ويشتونکو پلويانو پرته له کوم خبرداري څخه دپوليسو دډزو يادونه کړې ده چې پکې دميډيا راپورونو ترمخه ٨ کسان وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG