لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالله عبدالله دمتوازي حکومت جوړولو په اړه خپلو پلويانو څخه وخت غوښتى


دراپورونو له مخې په دغه غونډه کې شاملو د عبدالله عبدالله پلويانو هغه دافغانستان دجمهوررئيس په توگه ياد کړو اؤ دهغه په حق کې يې شعارونه ورکړل.
دراپورونو له مخې په دغه غونډه کې شاملو د عبدالله عبدالله پلويانو هغه دافغانستان دجمهوررئيس په توگه ياد کړو اؤ دهغه په حق کې يې شعارونه ورکړل.

دافغانستان دترسره شوؤ ټولټاکنو ددوهم پړاؤ دلمړيو نتيجو دماتې سره مخ کانديد دخپلو پلويانو څخه دمتوازي حکومت جوړولو په لړ کې دڅو ورځو مهلت غوښتنه کړې ده.

دعبدالله عبدالله په زرگونو پلويان چې دنهې په ورځ په کابل کې لويې جرگې تالار ته ورغونډ شوي وؤ، دميډيا راپورونه وائي دغو پلويانو دجرگې په تالار کې دافغان جمهوررئيس ځړيدلى عکس وشلولو اؤ دهغې پځايې يې دعبدالله عبدالله يو داسې عکس را ځوړند کړو چې ورلاندې ليکل شوي دافغانستان دخلکو جمهوررئيس.

دراپورونو له مخې په دغه غونډه کې شاملو د عبدالله عبدالله پلويانو هغه دافغانستان دجمهوررئيس په توگه ياد کړو اؤ دهغه په حق کې يې شعارونه ورکړل.

ډاکټر عبدالله عبدالله دغې غونډې ته پخپله وينا کې وئيلي هغه او پلويان يې دټولټاکنو نتيجې ځکه نۀ مني چې په دې کې په پراخه کچ درغلۍ شوي.

نوموړي وويل پلويانو ترې غوښتنه کوي چې بايد خپل حکومت اعلان کړي اؤ دهغوي دغه غوښتنه پځايې هم ده ،خو دى دخپلو پلويانو څخه په دغه لړ کې دڅو ورځو دمهلت غوښتونکى دى.

په ٥م اپريل ترسره شوؤ دافغانستان دصدارتي ټاکنو په لمړي پړاؤ کې ډاکټر عبدالله وړاندې ؤ،ښاغلي عبدالله په دغو ټاکنو کې ٤٣ اعشاريه اتۀ فيصده اؤ دهغه مخالف کانديد اشرف غني ٣٢ اعشاريه نهه فيصده ووټونه اخستي وؤ.

خو په ٧مه جولا ئي داعلان کړل شوؤ لمړو نتيجو ترمخه غني ٥٦ اعشاريه څلورڅلويښت فيصده اؤ عبدالله درې څلويښت اعشاريه شپږ پنځوس فيصده ووټونه ترلاسه کړي دي.

په کابل کې خپلو پلويانو ته دوينا په مهال ډاکټر عبدالله وويل چې پرونۍ نتيجې ددهوکې څخه ډکې وې اؤ هغوي په دغه اړه شوى اعلان ردوي، دډاکټر عبدالله دغه وينا په گڼو ټي وي چينلو نيغ په نيغه ښودل شوې ده.

عبدالله وويل هغوي به جعلي نتيجې کله هم ونۀ مني اؤ زياته يې کړه چې " مونږ ددهوکو نتيجې نۀ منو، دافغانستان خلکو دحقيقي نتيجو انتظار کولو"

عبدالله وويل دامريکا صدر براک اوباما اؤ خارجه وزير جان کيري دواړو ورته نن سحر کال کړى اؤ دروڼ انده ووټونو ژمنه يې ورسره کړې.

هغه وويل چې هيله کيږي جان کيري به دجمعې په ورځ کابل ته ورورسيږي.

عبدالله وويل امريکا ورسره ژمنه کړې چې په ټاکنو کې به ددهوکې په ضد دافغانستان دخلکو سره څنگ په څنگ اودريږي اؤ زياته يې کړه چې " نړيوالې ټولنې هم دځانونو قربانۍ ورکړي اؤ په مالي توگه يې افغانستان سره ملاتړ کړى، مونږ دهغوي مننه ادا کوؤ"

عبدالله تور ولگولو چې دصدارتي محل حلقو،دټولټاکنو کميشن اؤ داشرف غني ډله په يوه پاڼه وه اؤ ددوهوکې نتيجې يې اعلان کړي.

هغه وويل " مونږ پخپلو روڼ انده ووټونو وياړ کوؤ، مونږ په دواړو پړاؤنو کې بريالي يو "

ښاغلي عبدالله وويل دهغه ډلې هڅه وکړه دجعلي ووټونو څخه صفا ووټونه بيل کړي خو دهغه انديښنو ته پام ونۀ گرځولى شو.

دهغه وينا وه " دافغانستان اولس دحقيقي نتيجو داعلان انتظار کولو" اؤ زياته يې کړه چې " دنن څخه مونږ اعلان کوؤ چې يواځې دصفا ووټونو دلارې منتخب حکومت به اقتدار ته راځي"

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG