لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : عملياتو کې ١١ جنگيالي وژل شوي


 دپوځي سرچينو وينا ده چې دجيټ الوتکو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو دغه بمباري دشمالي وزيرستان دميرانشاه په دره سيدگۍ سيمه کې شوې ده.
دپوځي سرچينو وينا ده چې دجيټ الوتکو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو دغه بمباري دشمالي وزيرستان دميرانشاه په دره سيدگۍ سيمه کې شوې ده.

سرچينې وائي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دشورو په ورځ دتندلارو په ضد دروانو عملياتو په مهال دجيټ الوتکو څخه بمباري شوې چې پکې ١١ جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي درې ځالې تباه شوي دي.

دپوځي سرچينو وينا ده چې دجيټ الوتکو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو دغه بمباري دشمالي وزيرستان دميرانشاه په دره سيدگۍ سيمه کې شوې ده.

پوځي سرچينې وائي چې دجيټ الوتکو په دغه بمبارۍ کې ١١ تندلاري وژل شوي، دهغوي درې ځالې تباه کړل شوي اؤ په سيمه کې کور په کور دتالاشۍ عمل هم روان دى،خو دازادو سرچينو څخه په دغه اړه پخلى نۀ دى شوى.

پوځ دعوه کوي چې په ١٥م جون شمالي وزيرستان کې دمقامي اؤ بهرنو ترهه گرو په ضد پيل کړل شوؤ دغو عملياتو کې يې تر دې مهاله د٤٠٠ؤ څخه زيات ترهه گر وژلي ، دهغوي د٦٠ؤ څخه زياتې ځالې يې تباه کړي اؤ٢٠ؤ عسکرو هم په دغو عملياتو کې خپل ژوند دلاسه ورکړى ، خو دازادو سرچينو څخه په دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه پخلى نۀ دى شوى.

بل لوري ته اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال دپاکستان دسرحداتو وزير عبدالقادر بلوچ وئيلي دي چې شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو له امله دبې کوره شوؤ خلکو شميره اتوؤ لکو ته رسيدلې ده.

هغه دعوه کړې چې په حکومتي کيمپونو کې دبجلۍ، اوبو اؤ روغتيائي اسانتياوؤ په گډون دکډوالو ټول بنيادي ضرورتونه پوره کولى شي اؤ هرې کورنۍ ته ديو معقول رقم ورکړه هم پيل شوې ده.

اخوا په قبائيلي سيمه بره کرمه ايجنسۍ کې دشورو په ورځ ديوې جرگې په مهال ددوؤ ډلو ترمينځ شوې نښته کې لږ ترلږه شپږ کسان وژل شوي اؤ ١٣ نور ژوبل شوي اؤ ددې ترڅنگ دخيبرپښتونخوا دبنو دچاوڼۍ سيمه کې دډزو په يوه پيښه کې هم دوه کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG