لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ وائي حافظ گل بهادر به وژني


مهال ميجرجنرال ظفرالله خان دا هم وئيلي دي چې په سيمه کې دالقاعده دموجودگۍ ثبوت موندل شوى
مهال ميجرجنرال ظفرالله خان دا هم وئيلي دي چې په سيمه کې دالقاعده دموجودگۍ ثبوت موندل شوى

دپاکستاني پوځ يو مشر ميجر جنرال ظفرالله خان دشورو په ورځ وئيلي دي چې په شمالي وزيرستان کې دروانو پوځي عملياتو په مهال دميرانشاه ٨٠ فيصده برخه دترهه گرو څخه پاکه کړل شوې اؤ که چرې تندروه کمانډر حافظ گل بهادر په نظر ورغلى نو پرته له کوم ځنډ څخه به وژلى شي.

حافظ گل بهادر په شمالي وزيرستان کې دپاکستاني طالبانو ديوې ډلې مشر دى اؤ شمالي وزيرستان کې په ١٥م جون دپوځ له لوري د"ضرب عضب" عملياتو پيل کيدو څخه وروستو ددغه تندروه کمانډر وياند احمدالله احمدي دپوځ په ضد د"ضرب مومن" عملياتو اعلان کړى اؤ په ټول هيواد کې يې خپلو جنگيالو ته په حکومتي تنصيباتو دبريدونو وينا کړې ده.

شمالي وزيرستان کې دمقامي اؤ بهرنو ترهه گرو په ضد دروانو پوځي عملياتو " ضرب عضب" په اړه ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال ميجرجنرال ظفرالله خان دا هم وئيلي دي چې په سيمه کې دالقاعده دموجودگۍ ثبوت موندل شوى اؤ زياته کړې يې ده چې په ځينو سيمو کې پوځ دسخت مزاحمت سره مخ دى.

هغه منلې چې چې په سيمه کې مقامي اؤ بهرني تندلاري ميشته دي.

دغه پوځي مشر دعوه کړې چې په شمالي وزيرستان کې دروانو پوځي عملياتو په مهال اولسي ابادي نۀ ده په نخښه کړل شوې.

دپوځي سرچينو وينا ده چې دشورو په ورځ شمالي وزيرستان کې دپاکستان پوځ دجيټ الوتکو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري کړې چې پکې ١١ جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي درې ځالې هم تباه شوي دي.

دتيرې مياشتې دنيمائي څخه شمالي وزيرستان کې روانو پوځي عملياتو کې پوځ دبهرنو ترهه گرو په گډون د٤٠٠ؤ څخه دزياتو تندلارو دوژلو دعوه کړې اؤ وائي چې په دغه جگړه کې يواځې ٢٠ؤ پوځيانو خپل ژوند دلاسه ورکړى، خو سيمې پورې دميډيا درسد دمحدودتيا له امله په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG