لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې ٧ کسان وژل شوي


سرچينې وائي چې دډرون څخه دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې په يو کور اؤ گاډي ميزائيلونه داغل شوي
سرچينې وائي چې دډرون څخه دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې په يو کور اؤ گاډي ميزائيلونه داغل شوي

راپورونه وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دزيارت په ورځ شوي دډرون يو بريد کې لږ ترلږه ٧ کسان وژل شوي دي.

سرچينې وائي چې دډرون څخه دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې په يو کور اؤ گاډي ميزائيلونه داغل شوي چې پکې ٧ کسان وژل شوي دي اؤ دهغوي څخه څلور بهرنيان ښودل کيږي.

په ١٨م جون هم شمالي وزيرستان کې دډرون په يو بريد کې شپږ کسان وژل شوي وؤ.

همدغه شان په ١١م جون هم دشمالي وزيرستان په ميرانشاه سيمه کې دوؤ پرله پسې دډرون بريدونو کې ١٦ کسان وژل شوي وؤ.

شمالي وزيرستان کې دبې پائيلټه امريکائي جاسوسي الوتکې څخه دغه بريد په داسې حال کې شوى چې په سيمه کې دپاکستان دپوځ لخوا هم دمقامي اؤ بهرنو ترهه گرو په ضد په پراخه کچه پوځي عمليات روان دي، چې پکې پوځ دسلگونو جنگيالو دوژلو دعوه کړې ده.

دډرون دغه بريد يوه ورځ ورځ وروستو له هغې شوى چې دپاکستان پوځ دعوه وکړه دميرانشاه ٨٠ فيصده سيمه يې دتندلارو څخه پاکه کړې ده.

دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم تيره مياشت وئيلي وؤ چې په شمالي وزيرستان کې دډرون بريدونو اؤ روانو پوځي عملياتو ترمينځ هيڅ تړاؤ نشته پاکستان دغه بريدونه دخپلې خپلواکۍ خلاف ورزي گڼي.

خو امريکائي چارواکي دترهه گرۍ په ضد جگړه کې ډرون بريدونه يوه موثره وسله گرځوي.

په عين حال کې پاکستان دزيارت په ورځ شمالي وزيرستان کې دامريکائي بې پائيلټه جاسوسي الوتکې څخه دترسره شوي بريد غندنه کړې ده اؤ وئيلي يې دي چې ډرون حملې شمالي وزيرستان کې دترهه گرۍ په ضد دهغوي هڅو ته زيان رسوي

دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال شمالي وزيرستان کې دډرون حملې غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دغه شان حملې دقومي سلامتۍ اؤ دهيواد دخپلواکۍ خلاف ورزي ده.

تسنيم اسلم وويل " دډرون حملو په اړه دپاکستان دريځ ډير واضحه دى،پاکستان ددغو حملو غندنه کوي، په ځانگړې توگه په داسې وخت کې چې شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات روان دي"

تسنيم اسلم وويل اوس مهال دډرون حملو له امله دترهه گرۍ په ضد روانو هلو ځلو ته دزيان رسيدو انديښنه ده اؤ زياته يې کړه چې په دغسې صورتحال کې ډرون حملې زيانمنې ثابتيدى شي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG