لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : بمي چاؤدنو کې ١٠ کسان وژل شوي


دجنوبي قندهار ولايت په پنجوائي اولسوالۍ کې په يو گاډي دسړک دغاړې بمي چاؤدنه کې دپينځوؤ ښځو په گډون ديوې کورنۍ ٨ کسان وژل شوي
دجنوبي قندهار ولايت په پنجوائي اولسوالۍ کې په يو گاډي دسړک دغاړې بمي چاؤدنه کې دپينځوؤ ښځو په گډون ديوې کورنۍ ٨ کسان وژل شوي

چارواکي وائي دخالي په ورځ دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې ترسره شوؤ بمي چاؤدنو کې لږ ترلږه ١٠ کسان وژل شوي اؤ ١٢ نور ژوبل شوي دي.

دپوليسو يو وياند ضياء دراني ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دجنوبي قندهار ولايت په پنجوائي اولسوالۍ کې په يو گاډي دسړک دغاړې بمي چاؤدنه کې دپينځوؤ ښځو په گډون ديوې کورنۍ ٨ کسان وژل شوي اؤ دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

همدغه شان دپوليسو مرستيال مشر کرنل لطف الله زريابي وائي چې دختيز ولايت ننگرهار په جلال اباد ښار کې ديوې چاؤدنې له امله دوه کسان وژل شوي اؤ يو ماشوم ژوبل شو ىدى.

دغه بارودي مواد په يو موټر سائيکل پسي تړل شوي وؤ کوم چې هاغه په ريموټ کنټرول سره چول کله چې دسيمې څخه دافغان پوځ يو گاډى تيريدو.

اخوا دپوليسو يو بل مشر ميجر سيد حسين ننگرهاري وائي چې دافغانستان دجنوب ختيز ولايت پکتيا په چمکني اولسوالۍ کې دميوې اؤ سبزۍ په يوه منډۍ کې شوې چاؤدنه کې ٩ کسان ژوبل شوي چې دعلاج لپاره روغتون ته رسو ل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG