لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان :پوځ فضائي حملو کې د١٣ جنگيالو دوژلو دعوه کړې


 دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې ( ائي ايس پي ار) ترمخه دغه فضائي حملې وروستو له هغې ترسره شوي چې په ميرعلي کې دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته راکټونه وداغل شول
دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې ( ائي ايس پي ار) ترمخه دغه فضائي حملې وروستو له هغې ترسره شوي چې په ميرعلي کې دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته راکټونه وداغل شول

دپاکستان پوځ وائي دخالي په ورځ دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې ترسره شوؤ فضائي بريدونو کې ١٣ جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي اووۀ ځالې تباه شوي دي.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې ( ائي ايس پي ار) ترمخه دغه فضائي حملې وروستو له هغې ترسره شوي چې په ميرعلي کې دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته راکټونه وداغل شول اؤ زياتوي چې په وژل شوؤ کې زياتره بهرنيان شامل دي.

خو دازادو سرچينو څخه ددغه پوځي ادعا په اړه پخلى نۀ دى شوى.

ائي ايس پي ار وائي چې دتير يو شواروز په مهال دکهر ورسک اؤ زرتنگي سيمو څخه په شپږو موټر سائيکلو اؤ دوؤ گاډو کې جوړ بمونه، مختلف قسمه درې ټوپکونه، درې گاډي، ١١ خودکش جيکټونه اؤ په دروند مقدار کې چاؤديدونکي مواد ترلاسه شوي اؤ ددې ترڅنگ دبويا سيمې څخه ديو ازبک په گډون درې ترهه گر نيول اؤ ددې ترڅنگ هم په دغه سيمه کې دوؤ ترهه گرو دپوځ په گيره کې دراتللو اؤ تعقيب کيدو وروستو ځانونه الوځولي دي.

ديگان سيمه کې ديوې فضائي کارروايۍ په مهال دچاؤديدونکو موادو څخه ډک دوه گاډي تباه شوي اؤ دترهه گرو څخه په پاکو کړل شوؤ سيمو ميرانشاه اؤ دته خيل پوځ خپلې پښې مضبوطوي.

دپاکستان پوځ تيره مياشت شمالي وزيرستان کې دمقامي اؤ غيرملکي ترهه گرو په ضد پوځي عمليات پيل کړي چې پکې يې د٤٠٠ؤ څخه دزياتو تندلارو دوژلو اؤ دهغوي د١٠٠ؤ څخه دزياتو ځالو دتباه کولو دعوه کړې اؤ وائي چې په دغو عملياتو کې د٢٠ؤ څخه زياتو پوځيانو هم خپل ژوند دلاسه ورکړى ؤ.

خو دازادو سرچينو څخه دشمالي وزيرستان په جگړه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه پخلى نۀ دى شوى.

دافتونو په مهال دمرستو ادارې فاټا ډيزاسټرمنيجمنټ اتهارټي ترمخه تر دې مهاله دشمالي وزيرستان دعملياتو له امله داتوؤ لکو څخه زيات کسان بې کوره شوي دي.

پوځ وائي دشمالي وزيرستان دعملياتو له امله دبې کوره شوؤ کورنو لپاره بنو، ډي ائي خان ، ټانک اؤ پيښور کې امدادي هلې ځلې روانې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG