لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ویانه کې د ایران ایټمي پروگرام په سر خبرې اترې


د ایران نائب خارجه وزیر او د ایټمي چارو مرکچي عباس عرقچي ویلې امید کوي چې خارجه وزیران به د مسلې څه حل را وباسي. هغه وویل د دواړو خواو ترمنځ ژور اختلافات موجود دي
د ایران نائب خارجه وزیر او د ایټمي چارو مرکچي عباس عرقچي ویلې امید کوي چې خارجه وزیران به د مسلې څه حل را وباسي. هغه وویل د دواړو خواو ترمنځ ژور اختلافات موجود دي

د ایران د ایټمي پروگرام په سر نړي والو خبرو اترو کې برخه اخېستلو دپاره د امریکې خارجه وزیر جان کیري د اتوار په ورځ د اسټریا سرښار ویانه ته رسیدلی دی.

مذاکراتو کې برخه اخیستونکې یو امریکائي چارواکې ویلي ایران د خپل غیر مناسب او نه عملي کیدونکې دریز نه نه دی پشا شوی. چارواکی وايي څه لږ پرمختگ شوی خو د یورینیم د تیارۍ په شمول په ډیرو موضوعاتو لا اختلافات موجود دي.

یو بل امریکائي چارواکې ویلي په دغه موضوعاتو ته پرمختگ بغیر به د مسلې د حل دپاره د جولائي د میاشت د ٢٠ مې نیټې نه ورسته نه ځي.

د ویانه په مذاکراتو کې به د ایران تر څنگ د برطانیه، فرانس او جرمني خارجه وزیران هم برخه اخلي. چین او روس به د خارجه وزیرانو په ځائې نور لوړ رتبه سفارتکاران لیږي.

د ایران نائب خارجه وزیر او د ایټمي چارو مرکچي عباس عرقچي ویلې امید کوي چې خارجه وزیران به د مسلې څه حل را وباسي. هغه وویل د دواړو خواو ترمنځ ژور اختلافات موجود دي.

د راتلونکې اتوار په ورځ د هغه عارضي معاهدې معیاد ختمیدونکی دی چې د ایران لخوا د یورینیم په جوړولو پابندۍ په بدل کې به د غربي نړۍ د طرفه لگیدلې پابندۍ نرمې کړی شی.

نړي وال قوتونه چین، برطانیه، فرانس، جرمني، روس او امریکا ایران سره د اوږد مهاله معاهدې په لړ کې کار کې مصروف دي.

امریکا په ایران الزام لگوي چې د ایټمي پروگرام هدف يي وسله تیارول دي. خو ایران وايي ایټمي پروگرام يي د توانائي د پیداوار دپاره دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG