لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور اؤ خيبرکې ٩ عسکر اؤ څلور جنگيالي وژل شوي


 دسرچينو وينا ده چې دامنيتي ځواکونو ځوابي کارروايۍ کې هم ٤ جنگيالي وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو وينا ده چې دامنيتي ځواکونو ځوابي کارروايۍ کې هم ٤ جنگيالي وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

سرچينې وائي دجمعې په ورځ وسله والو جنگيالو دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په جمرود سيمه کې په امنيتي پوسته بريد کړى اؤ دتندلارو اؤ مليشه ځواکونو ترمينځ نښته کې ٨ عسکر اؤ څلور جنگيالي وژل شوي دي.

دسرچينو وينا ده چې په لسگونو جنگيالو دجمرود په غونډۍ سيمه کې دمليشه ځواکونو په يوه گزمه اؤ امنيتي پوسته حمله کړې چې له دې وروستو ددواړو خواؤ ترمينځ تر دوؤ ساعتو نښته هم شوې ده.

سرچينې زياتوي چې په دغه پيښه کې ٨ عسکر وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي اؤ ددې ترڅنگ دمليشه ځواکونو يو گاډى هم تباه شوى دى.

دامنيتي ځواکونو سرچينې وائي چې جنگيالو په خودکارو وسلو سره دامنيتي ځواکونو په پوسته حمله کړې ده.

دسرچينو وينا ده چې دامنيتي ځواکونو ځوابي کارروايۍ کې هم ٤ جنگيالي وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

بل لوري ته دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور په وزيرباغ سيمه کې دجمعې په ورځ دپوليسو په يو گاډي دسړک دغاړې بمي چاؤدنه شوې چې پکې يو پوليس وژل شوى اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

ژوبل پوليس عسکر دعلاج لپاره دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شوي.

ددغو حملو ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده ، خو په تيرو وختونو کې په امنيتي ځواکونو دبريدونو پړه دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اخستې ده.

دپاکستان دپوځ لخوا قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دمقامي اؤ بهرنو ترهه گرو په ضد دعملياتو پيل کولو څخه راپديخوا دهيواد په بيلا بيلو برخو اؤ ځانگړې توگه خيبرپښتونخوا صوبه کې په امنيتي ځواکونو بريدونو کې اضافه راغلې ده.

تيره ورځ هم دخيبرپښتونخوا په هنگو ضلع کې دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې شپږ کسان وژل شوي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG