لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خضدار: چاؤدنه کې ديو عسکر په گډون درې کسان وژل شوي،٢٧ ژوبل


 دپوليسو يو مقامي مشر محمد انور ددغه پيښې په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دخضدار په سيرت چوک کې دامنيتي ځواکونو دمعمول مطابق په گزمه بوخت يو گاډي چاؤدنه شوې ده.
دپوليسو يو مقامي مشر محمد انور ددغه پيښې په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دخضدار په سيرت چوک کې دامنيتي ځواکونو دمعمول مطابق په گزمه بوخت يو گاډي چاؤدنه شوې ده.

پوليس وائي چې دپاکستان دبلوچستان صوبې په خضدار ښار کې دخالي په ورځ ديوې چاؤدنې له امله ديو عسکر په گډون لږ ترلږه درې کسان وژل شوي اؤ دايف سي دپينځوؤ عسکرو په گډون ٢٧ کسان ژوبل شوي دي.

دپوليسو يو مقامي مشر محمد انور ددغه پيښې په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دخضدار په سيرت چوک کې دامنيتي ځواکونو دمعمول مطابق په گزمه بوخت يو گاډي چاؤدنه شوې ده.

دهغه وينا وه چې پيښه کې دامنيتي ځواکونو گاډي ته په جزوي توگه زيان رسيدلى اؤ ژوبل شوي زياتره اولسي وگړي دي چې دعلاج لپاره دخضدار سول هسپتال ته رسول شوي دي.

چاؤدنه کې دوؤ دوکانونو اؤ ځينو موټرسائيکلو ته هم زيان رسيدلى اؤ دپيښې وروستو امنيتي ځواکوو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې.

ددغه چاؤدنې ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې، خو په تيرو وختونو کې په امنيتي ځواکونو دشوؤ حملو پړه بلوڅ بيلتون خوښو ډلو په غاړه اخستې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG