لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : پوځ دڅلورو ترهه گرو دوژلو دعوه کړې


 دپوځ بيان وائي چې ترهه گر ختمولى شي اؤ په شمالي وزيرستان کې دخپلو خوندي ځالو څخه په داسې حال کې بې ځايه کولى شي چې په سيمه کې دمنصوبې سره سم پوځي عمليات دوام لري.
دپوځ بيان وائي چې ترهه گر ختمولى شي اؤ په شمالي وزيرستان کې دخپلو خوندي ځالو څخه په داسې حال کې بې ځايه کولى شي چې په سيمه کې دمنصوبې سره سم پوځي عمليات دوام لري.

دپاکستان پوځ وائي دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې تيره شپه ترهه گرو سره يوه نښته کې څلور جنگيالي وژل شوي اؤ زياتوي چې پوځ دوه نورې سيمې ترخپل واک لاندې راوستي.

دخالي په ورځ دمطبوعاتي څانگې ( ائي ايس پي ار) څخه دجاري شوي يو بيان ترمخه دميرانشاه څخه وروستو دشمالي وزيرستان بويه اؤ ديگان کلي(کوم چې په تيرو وختونو کې دبهرنو اؤ مقامي ترهه گرو محفوظې ځالې گڼل کيدې) وسله والو پوځونو دتندلارو څخه پاک کړي دي

دپوځ بيان وائي چې ترهه گر ختمولى شي اؤ په شمالي وزيرستان کې دخپلو خوندي ځالو څخه په داسې حال کې بې ځايه کولى شي چې په سيمه کې دمنصوبې سره سم پوځي عمليات دوام لري.

دبيان ترمخه ماشکي، هرمز اؤ ميرعلي بازار کې کور په کور دتالاشۍ لړۍ دځانگړو دستو په ذريعه ترسره کولى شي.

ائي ايس پي ار وائي ميرعلي اؤ خواؤشا کې پټ ترهه گر دراکټونو، مارټرو ترڅنگ ددرنو وسلو سره حملې کوي اؤ تيره شپه ميرعلي کې نښته کې څلور ترهه گر وژل شوي دي.

پوځ وائي دتيرې شپې راهسې ١٢ کورني جوړ بمونه ناکاره کړل شوي اؤ په دروند مقدار کې گوله بارود هم لاسته راوړل شوي.

کورکمانډر ليفټننټ خالد رباني هم دشمالي وزيرتان دميرعلي، بويا اؤ ديگان سيمو دوره کړې اؤ په عملياتو کې دبوختو عسکرو سره يې ليدنه کړې ده.

دتيرې مياشتې نيمائي څخه شمالي وزيرستان کې دپاکستان پوځ دملکي اؤ غيرملکي ترهه گرو په ضد په لويه پيمانه عمليات پيل کړي چې پکې يې د٤٥٠ؤ څخه دزياتو ترهه گرو دوژلو دعوه کړې خو سيمې پورې دميډيا درسد دمحدودتيا له امله په ازادانه توگه دغه شميره نۀ شي تصديق کيدى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG