لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : ځانمرگي بريد کې دبهرنيانو په گډون څلور کسان وژل شوي


طالب وياند ذبيح الله مجاهد ددغه بريد پړه منلې اؤ د١٥ؤ بهرنو عسکرو دوژلو اؤ دهغوي گڼو گاډو ته دزيان رسولو دعوه يې کړې ده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ددغه بريد پړه منلې اؤ د١٥ؤ بهرنو عسکرو دوژلو اؤ دهغوي گڼو گاډو ته دزيان رسولو دعوه يې کړې ده.

پوليس وائي دنهې په ورځ دافغانستان دکابل هوائي ډگر څخه بهر ترسره شوي يو ځانمرگي بريد کې درې بهرنيان اؤ دهغوي يو افغان ژباړن وژل شوي دي.

طالبانو دبريد مسؤليت په غاړه اخستى.

په دغه بريد کې دوژل شوؤ بهرنيانو(چې صلاح کاران بللى شي) قوميت نۀ دى په ډاگه شوى.

دپوليسو يو وياند حشمت الله ستانکزئي دپيښې په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دغه پيښه سحر مهال په قصبه سيمه کې هاغه مهال رامينځته شوه کله چې په موټرسائيکل ناستي يو ځانمرگي ديوې ودانۍ سره ځان ټکر کړو اؤ زياته يې کړه چې په دغه ودانۍ کې بهرنيان ميشته وؤ.

دپوليسو دغه وياند بريد کې دلسو کسانو دوژل کيدو اؤ ژوبل کيدو پخلى کړى اؤ زياته کړې يې ده چې په وژل شوؤ کې زياتره بهرنيان شامل دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ددغه بريد پړه منلې اؤ د١٥ؤ بهرنو عسکرو دوژلو اؤ دهغوي گڼو گاډو ته دزيان رسولو دعوه يې کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG