لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د همیش خلیل د ژوند قيصه د همیش خلیل په ژبه


د زياتو ادبي خدماتو په حواله هميش خليل صيب ته اکثره خلک گرځنده اکيډمي هم وايي
د زياتو ادبي خدماتو په حواله هميش خليل صيب ته اکثره خلک گرځنده اکيډمي هم وايي

هميش خليل دپښتو دننى ادب يو وتلی ، ښاغلی ، سپيڅلی او پيژندلی نوم دی ، پوره نيمه پيړۍ نوموړی دپښتو ادب په څيړنه او ځيرنه (تحقيق) ، تنقيد او تنفيد بوخت دی په تازه ځوانۍ کښې ئې خپله توده او تنده وينه نۀ يوازې دپښتو معاصر ادب باغ بڼ ته ورکړه بلکې پخپله وينه ئې دپښتو دکلاسک ادب زمانو وهلی بڼ هم سمسور او هم ښيرازه کړو او نۀ يوازې دپښتو ادب دودې او پرمختګ دپاره ئې قلم وخوځولو بلکې دپښتو دازادۍ، ابادۍ او سوکالۍ دپاره ئې خپلو لاسونو کښې هتکړۍ هم وشړنګولې او دبيلا بيلو زندانونو دتورو تمبو شاته ئې شپې ورځې تيرې کړې،

هميش خليل په کال 1930 کښې داپريل په يوولسمه نيټه دپيښور په برتاکال سيمه کښې دانځر ګل په کور کښې سترګې پرانستې ، په خټه دپښتنو دمشهورې قبيلې مومندو مرزاخيل دی، دخپل کلى نه دپرائمرى جماعت پاس کولو نه پس اسلاميه کالجيټ سکول نه لسم فارغ شو او بيا دولسم ئې داسلاميه کالج نه مکمل کړو. وروستو ئې دپرائيويټ طالب علم په توګه ګريجويشن او پښتو کښې انرز سندونه ترلاسه کړل.

دهميش خليل ادبي خدماتو ته په کتلو سره گڼ خلک هغۀ ته د يوې گرځنده اکيډمۍ نوم هم ورکوي .

دهميش خليل چاپى مواد دهميش خليل دهاغې مضامينو مقدمو او اخبارى کالمونو شمير دسلګونو نه هم اوړى کوم چې په مختلفو ورځپاڼو او مجلو کښې چاپ شويدى خو دلته فقط دهاغې کتابونو ذکر کوؤ کوم چې په باقاعده توګه کتابى شکل کښې چاپ دى.

تحقيق وترتيب ديوان بيدل 1957 ديوان معزالله خان مو مند 1958 ديوان اشرف خان هجرى 1958 ديوان سعيد 1958 ديوان حسين 1958 ديوان مرزا خان انصارى 1959 ديوان قنبر على خان 1960 ديوان کاظم خان شيدا 1965 ديوان عبدالقادر خان خټک1967 ديوان رحمت دا وى 1980 قصه شاه وګدا1957 ديوان فدا 1957 دغرۀ ګلونه 1957 کاکاجى صنوبر حسين 1991 خمخانه يثرب1986 دفکرونو ډيوې 1993 بازنامه (افضل خان خټکِ)1994 ديوان اشرف خان هجرى (فاسى) 1994 خوشحاليات اخلاقنامه1981 فراق نامه1983 طب نامه 1984 بازنامه 1985 سوات نامه1986 نام حق1994 تاليفات داباسين چپې 1957 پښتانۀ ليکوال1958 ورکه خزانه (اول ټوک)1960 ورکه خزانه (دويم ټوک)1960 نصرالله خان نصر1966 محمد ګل خان مومند1995 تصنيفات نغمه زار1948 زما سندرې1973 خاپونه او خيالونه1993 چارګل1973 پنجابىژبه او ادب1982 قامىترانې1965 بازګشت تنقيد او تحقيق تول پارسنګ 1993 حقيقت دا دی 1998 ماشومانو دپاره دوه شپانۀ 1959 ګوارچى1959 دنيکۍ بدله1959 خدائې روزى رسان دی1959 مومن خان شيرنۍ1959 ادم خان درخانۍ 1959 لوبې1982 حضرت عثمان ذوالنورين(رض)1995 دقلم خاوندان 9199

ددې ترڅنگ د هميش خليل په ادبي خدماتو هم گڼ شمير کتابونه ليکل شوي .

وائس اف امريکه ډيوه راډيو ددغه ستر ادبي شخصيت سره د هغۀ د فني ژوند اؤ مبارزې په هکله يوه تفصيلي مرکه کړې ده چې پکې د هميش صيب په هکله د پوهانو رايې هم شاملې دي تاسو يې هم لاندې اوريدلى شئ

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:59:59 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG