لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افتخارچوهدري عمران خان ته د٢٠ؤ اربو روپو د تاوان نوټس ليږلى


پخواني چيف جسټس د٢٠ؤ اربو روپو په دغه نوټس کې عمران خان نه ١٥ اربه روپۍ عزت ته دزيان رسيدو اؤ پينځه اربه روپۍ هغه ته دذهني اذيت رسولو له امله غوښتي.
پخواني چيف جسټس د٢٠ؤ اربو روپو په دغه نوټس کې عمران خان نه ١٥ اربه روپۍ عزت ته دزيان رسيدو اؤ پينځه اربه روپۍ هغه ته دذهني اذيت رسولو له امله غوښتي.

دزيارت په ورځ دپاکستان پخواني چيف جسټس افتخار محمدچوهدري دمئ ٢٠١٣م په عامو انتخاباتو کې دټگۍ ټورۍ کولو په تور لگولو دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان ته د٢٠ؤ اربو روپو دهرجانې نوټس ليږلى دى.

دا په داسې حال کې ده چې دتحريک انصاف مشر دتيرکال عامو انتخاباتو کې دشکمنې ټگۍ ټورۍ په ضد احتجاج شروع کړى اؤ په دغه لړ کې يې په ١٤م اگست دپاکستان دازادۍ په ورځ اسلام اباد کې دلانگ مارچ اعلان هم کړى.

پخواني چيف جسټس د٢٠ؤ اربو روپو په دغه نوټس کې عمران خان نه ١٥ اربه روپۍ عزت ته دزيان رسيدو اؤ پينځه اربه روپۍ هغه ته دذهني اذيت رسولو له امله غوښتي.

دپخواني چيف جسټس افتخار محمدچوهدري دوکيلانو په ډله کې شامل نصيرکياني دزيارت په ورځ دسپريم کورټ داحاطې څڅه بهر ميډيا سره خبرو کې وويل که په ١٤ؤ ورځو کې دتحريک انصاف مشر عمران خان بخښنه ونۀ غوښتنه يا يې هرجانه ادا نۀ کړه نو دهغه په ضد به عدالت کې مقدمه جمع کولى شي.

نوټس کې په عمران خان تور لگول شوى چې هغه دانتخاباتو څخه وروستو دعدليې په ضد بې اساسه اؤ دځانه جوړ شوي تورونه لگولي اؤ ددې ترڅنگ دعمران خان د٢٦مې جولا ئي ٢٠١٣م دهاغه مطبوعاتي کانفرنس حواله هم ورکړل شوې چې پکې هغه په ريټرننگ افسرانو دټگۍ ټورې تورونه لگولي وؤ.

نصيرکياني وويل چې افتخار محمدچوهدري په شروع کې دعمران له لوري لگول شوي تورونه نظرانداز کړي وؤ.

"په ځانگړې توگه د ٢٦مې جولا ئي ٢٠١٣م په مطبوعاتي کانفرنس کې تا(عمران خان) په درنو ريټرننگ افسرانو سخت تورونه لگولي، لمړى مې دزغم څخه په کار اخستو ستا دغه غيرذمه دارانه حرکت نظرانداز کړو، خو بيا واضحه کړل شوه چې ستا دغه بيانونه دتيروتنې يا جذباتو نتيجه نۀ وه بلکې دانتخاباتو اؤ عدليې ددرناوي ته دزيان رسولو لپاره دوړاندې څخه دتيار شوي سازش برخه ده"

په تيرو وختونو کې هم دريټرننگ افسرانو لپاره د"شرمناک" لفظ په استعمالولو دعمران خان په ضد عدالتي کارروائي شوې خو هغه عدالت وروستو برى کړى ؤ.

اؤ دافتخار چوهدري وکيلانو ددغه مقدمې په يادولو سره وئيلي چې دعدالت دسپکاوي په ٣١مه جولا ئي ٢٠١٣م داوريدنې په مهال عمران خان پخپله عدالت ته پيش شوى ؤ اؤ دعدليې په ضد يې په مستقبل کې دسپکاوي دبيانونو څڅه دډډې کولو باور ورکړى ؤ.

پخواني چيف جسټس وئيلي چې عمران خان څخه اخستل کيدونکى دهرجانې رقم به هغه پخپله نۀ استعمالوي بلکې دکارخير لپاره به يې ورکوي.

افتخار چوهدري وئيلي " په گڼو عامو محفلونو اؤ دټي وي چينلو پروگرامونو کې هغه(عمران خان) په ما ښکاره تورونه لگولي چې ما انتخاباتو کې ديو ځانگړي گوند دکاميابولو لپاره ټگي ټوري کړې ده"

ښاغلي چوهدري وئيلي ټول عمر يې دائين اؤ قانون دواکمنۍ اؤ دعدليې دازادۍ لپاره هلې ځلې کړي اؤ په ملکي اؤ بين المللي کچ ددغو هلو ځلو ستائينه شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG