لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام ابادته دپوځ غوښتو مقصد دوزيرستان دعملياتو دردعمل مخنيوى دى،نثار


 دکورنو چارو وزير وويل چې سياسي حکومت اؤ پوځي قيادت پخپل مينځ کې غوره اړيکې لري اؤ زياته يې کړه چې جمهوريت ته هيڅ قسمه خطره نۀ ده پيښه.
دکورنو چارو وزير وويل چې سياسي حکومت اؤ پوځي قيادت پخپل مينځ کې غوره اړيکې لري اؤ زياته يې کړه چې جمهوريت ته هيڅ قسمه خطره نۀ ده پيښه.

دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي دي چې اسلام اباد ته دپوځ دورغوښتو فيصله "دکومې سياسي ريلۍ يا گوند" سره هيڅ تعلق نۀ لري بلکې دپوځ دغوښتو وجه دشمالي وزيرستان دعملياتو دردعمل مخنيوى دى.

اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال چوهدري نثارعلي خان وويل څوک چې هم اسلام اباد ته دپوځ دورغوښتو حکومتي فيصله دکوم سياسي گوند اؤ سياسي ريلۍ سره تړي په اصل کې هغوي په دغسې کولوسره دسياسي گټو ترلاسه کولو اؤ په دې اهم وخت کې دپوځ دکردار دلانمجمنولو هڅه کوي.

دکورنو چارو وزير وويل چې سياسي حکومت اؤ پوځي قيادت پخپل مينځ کې غوره اړيکې لري اؤ زياته يې کړه چې جمهوريت ته هيڅ قسمه خطره نۀ ده پيښه.

هغه وويل " دائين لاندې دامن دبحال ساتلو لپاره دپوځي خدماتو په اخستو کې هيڅ بدي نشته"

دهغه وينا وه غيرپوځي انتظاميه به دمعمول مطابق داسلام اباد چارې چلوي اؤ پوځ به دپوليسواؤ رينجرز ځواکونو سره په روانو حالاتو کې دامن په ساتلو کې ملاتړ کوي.

چوهدري نثار دعوه وکړه چې په وفاقي دارالحکومت کې دامن دپځايې ساتلو لپاره دپوځ نه دملاتړ اخستو فيصله په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کولو نه مخکې شوې وه.

هغه وويل" دضرور گامونو اخستو نه وړاندې مونږ ديوې بدې پيښې راپيښيدو ته انتظار نۀ شو کولى"

دکورنو چارو وزير وويل اسلام اباد کې به دقيام په مهال پوځ دهوائي اډې اؤ نورو اهمو ځائيونو پشان دحساسو تنصيباتو تحفظ کوي.

دائين دارټيکل ٢٤٥م لاندې اسلام اباد ته دپوځ دورغوښتو په حکومتي پريکړه ناقدينو ته دځواب ورکولو په مهال داخله وزير وويل دپي ايم ايل (اين) حکومت اولنى نۀ دى چې دپوځ نه يې ملاتړ غوښتى بلکې دپيپلز پارټۍ دشريک حکومت په گډون گڼو حکومتونو دياد شوي ارټيکل لاندې پوځي ملاتړ غوښتى.

چوهدري نثار وويل چې داسلام اباد انتظاميې ته دپاکستان تحريک انصاف دقيادت دطرف نه په ١٤م اگست اسلام اباد کې دسياسي اجتماع کولو په حواله کوم درخواست نۀ دى ترلاسه شوى اؤ زياته يې کړه چې دپي ټي ائي له لوري دغه لړ کې ددرخواست ترلاسه کيدو وروستو به حکومت فيصله کوي.

پاکستان تحريک انصاف په ١٤م اگست دپاکستان دازادۍ په ورځ اسلام اباد کې دمئ ٢٠١٣م انتخاباتو کې دشکمنې ټگۍ ټورۍ خلاف دلويې مارچ کولو منصوبه لري اؤ ددغه گوند مشران اؤ زياتره تجزيه کار وائي چې ددغه سياسي ريلۍ نه مخکې اسلام اباد ته دحکومت دپوځ دورغوښتو مقصد په اصل کې ددغه مارچ مخه نيول دي.

دخالي په ورځ دپي ټي ائي کورکميټۍ اسلام اباد ته دپوځ غوښتو دفيصلې خلاف خبردارى ورکړى اؤ په ډاگه کړې يې ده چې دسياسي مقصدونو لپاره دپوځ استعمال خطرناک دى اؤ که چرې دغه فيصله بيرته وانۀ خستل شوه نو حکومت به يې سپريم کورټ کې چيلنج کوي.

دچوهدري نثارعلي خان بيان ته په ځواب وئيلو سره دپي ټي ائي مشر مخدوم شاه محمود قريشي پوښتنه راولاړه کړې چې پوځ يواځې اسلام اباد ته ولې غوښتل شوى؟ اؤ زياته کړې يې ده چې دائين د٢٤٥م ارټيکل لاندې دپوځ دغوښتو دفيصلې په شا سياسي مقصدونه پټ دي.

بل لوري ته اسلام اباد بار ايسوسي ايشن داسلام اباد هائيکورټ کې وفاقي دارالحکومت ته دپوځ دروغوښتو دفيصلې په ضد يو درخواست جمع کړى دى.

همدغه شان په قومي اسمبلۍ کې داپوزيشن مشر سيد خورشيد شاه هم وئيلي دي چې بايد جمهوري حکومت دسياسي گوندونو سره خبرو ته کښيني اؤ دهغوي سره جنگ ونۀ کړي.

ميډيا سره خبرو کې خورشيد شاه وئيلي هرچاته داحتجاج کولو حق دى اؤ حکومت دې په دغو احتجاجونو دپابندۍ لگولو څخه ځان وساتي اؤ زياته کړې يې ده چې داسلام اباد کنټرول پوځ ته دسپارلو فيصله سمه نۀ ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG