لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل راحيل وائي دترهه گرۍ تر ختميدو به عمليات روان وي

 دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف تيره شپه دشمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه کې اپريشن " ضرب عضب" کې دبوختو پوځيانو سره تيره کړې اؤ هم دهغوي سره يې داختر نمونځ هم ادا کړى دى

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف وئيلي دي چې شمالي وزيرستان کې به دترهه گرو په ضد پوځي عمليات " ضرب عضب" سيمې نې دترهه گرۍ تر ختميدو روان وي.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف تيره شپه دشمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه کې اپريشن " ضرب عضب" کې دبوختو پوځيانو سره تيره کړې اؤ هم دهغوي سره يې داختر نمونځ هم ادا کړى دى

له دې وروستو دپوځ سرلښکر دشمالي وزيرستان نه دعملياتو له امله دبې کوره شوؤ کډوالو سره داختر دمبارکۍ لپاره دخيبرپښتونخوا دبنو بکاخيل سيمې ته ورغلى اؤ دکډوالو دمرستو لپاره يې دامدادي هلوځلو جاج اخستى.

جنرل راحيل شريف دکډوالو دقربانۍ ستائيلي اؤ وئيلي يې دي چې په شمالي وزيرستان کې دترهه گرۍ تر ختميدو عمليات روان وي.

جنرل شريف وئيلي دي چې په سخت وخت کې به قبائيل يواځې نۀ پريښودل کيږي اؤ زياته کړې يې ده چې دقبائيلو خپلو پلرنو سيمو ته دواپسۍ پورې به په ارام نۀ کښيني.

دپاکستان پوځ دجون په ١٥مه نيټه يوه اوونۍ وروستو له هغې په لويه کچه پوځي عمليات پيل کړل چې دپاکستاني طالبانو تحريک دکراچۍ په هوائي اډه دحملې ذمه واري ومنله.

پوځ په دغو عملياتو کې د٥٠٠ؤ نه دزياتو ترهه گرو دوژلو دعوه کړې خو سيمې پورې دميډيا درسد دمحدودتيا له امله په ازادانه ډول دغه جگړه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

پاکستان وائي چې په دغو عملياتو کې ټول ترهه گر بغير دکوم فرق نه په نخښه کوي خو امريکائي اؤ افغان چارواکي تور لگوي چې دحقاني ډلې جنگيالي ددغو عملياتو نه بچ وتلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG