لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر اوباما په ضد قانوني کارروايۍ دپاره بل منظور کړل شوى


ددغه قانون په ضد ووټ ورکوونکو کې د ايوان دننه د ډيموکريټ غړو ترڅنگ پينځه د ري پبلکن غړي هم شامل وؤ
ددغه قانون په ضد ووټ ورکوونکو کې د ايوان دننه د ډيموکريټ غړو ترڅنگ پينځه د ري پبلکن غړي هم شامل وؤ

د امريکې د نمائنده گانو ايوان د صدر براک اوباما په ضد د اختياراتو څخه د تجاوز کولو په دمقدمې چلولو دپاره د قانون منظوري ورکړې ده.

د ايوان نمائنده گان لۀ لوري چې اکثريت پکې د ري پبلکن گوند د غړو دى د منظورکړل شوي دغه بل په اساس به د ايوان وکيلان د جمعې د ورځې څخه پيل کيدونکو دپارليمان د پينځوؤ اوونيو د رخصتۍ په مهال د صدراوباما په ضد د مقدمې سورولو دپاره قانوني کاغدونه تياروي.

دقانوني کاغذونو دتياريدو څخه وروستو به د امريکه په کومه مرکزي محکمه کې د صدرباراک اوباما په ضد د اختياراتو څخه د تجاوز کولو مقدمه سورؤلى شي.

د ري پبلکن قانون سازان به دغه مقدمه کې د صدراوباما له لوري د کانگريس د رضامندۍ نه بغير د صدارتي واک په کارؤلو سره د صحت عامې په قانون افورډيبل کئير ايکټ کې شوي بدلونونه چيلنج کوي.

د صدر اوباما خلاف د قانوني کارروايۍ بل د شورو په ورځ د نمائنده گانو ايوان کې ترسره شوې رايې شميرنه کې د 201 په مقابله کې په 205 ووټونو سره منظور کړل شوى ؤ.

ددغه قانون په ضد ووټ ورکوونکو کې د ايوان دننه د ډيموکريټ غړو ترڅنگ پينځه د ري پبلکن غړي هم شامل وؤ .

په تجويز کړل شوي بل اؤ ددې په اساس د صدر اوباما په ضد د قانوني کارروايۍ په سر د ري پبلکننز اؤ ډيموکريټس ترمينځ د تيرو څو مياشتو راهسې سخته بيان بازي روانه وه.

د سياسي څيړونکو په خيال نومبرکې کيدونکو دامريکايي کانگريس مينځومانې د انتخاباتو څخه د مخه د ري پبلکنز له لوري ددغه بل د منظورولو مقصد د صدر اوباما اؤ ډيموکريټس دپاره سياسي ستونزې را اړول اؤ د اولس خواخوږۍ ځانته راماتول دي .

صدر اوباما ددغه بل منظوريدل مسترد کړي اؤ خپلو مخالفو ري پبلکنز ته يې مشوره ورکړې چې هغوئ بايد هر وخت د نفرت په اور کې د سوځيدو اؤ د غصې څخه د ليونې کيدونه تير شي

د شورو په ورځ د کنساس ښار کې يوې دستورې ته پخپله وينا کې باراک اوباما په ري پبلکنز تور لگولى ؤ چې هغوئ مهمو چارو ته د پام گرځولو پځايې په دغه شان حرکتونو کولو د قام وخت بربادوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG