لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد دنن څخه پوځ ته سپارل کيږي

 سرچينې وائي دعدليې دمرکزي دفترونو، پارليمنټ هاؤس، ايوان صدر، وزيراعظم هاؤس، بهرنو مشنونو، خارجه دفتر اؤ نورو مهمو تنصيباتو دخوندي کولو لپاره داسلام اباد په بيلا بيلو ځائيونو کې دپوځ پينځه کمپنۍ تعينات کړل شوي دي.

دپاکستان حکومت به دلمړي اگست څخه پلازمينې اسلام اباد ته پوځ ورغواړي چې تر دريوؤ مياشتو پورې به په امنيتي چارو کې دسول انتظاميې سره ملاتړ کوي.

سرچينې وائي دعدليې دمرکزي دفترونو، پارليمنټ هاؤس، ايوان صدر، وزيراعظم هاؤس، بهرنو مشنونو، خارجه دفتر اؤ نورو مهمو تنصيباتو دخوندي کولو لپاره داسلام اباد په بيلا بيلو ځائيونو کې دپوځ پينځه کمپنۍ تعينات کړل شوي دي.

دپوځ يوه کمپني دمارگلې په غرونو اؤ اسلام اباد سره دخيبرپښتونخوا په پيوست کوونکي سړک تعينات کړل شوې ده.

دسلامتۍ دمنصوبې ترمخه پوځ به دپوليسو، رينجرز اؤ انتظاميې سره داسلام اباد دتحفظ يقيني کولو لپاره دنزدې څخه کار کوي.

دپاکستان سياسي گوندونو دوړاندې څخه اسلام اباد ته دپوځ دورغوښتو په دغه حکومتي فيصله نيوکې کړي اؤ پاکستان پيپلز پارټۍ په ٤م اگست قومي اسمبلۍ کې ددغه معاملې دراپورته کولو فيصله کړې ده.

دکورنو چارو دوزارت يو وياند وئيلي دي چې اسلام اباد پوځ ته نۀ سپارل کيږي بلکې پوځ به دپوليسو اؤ سول انتظاميې سره په شريکه په حساسو سيمو کې مرسته کوي اؤ دچټک ځواب ورکوونکي ځواک په توگه به خدمات ترسره کوي.

مبصرين وائي چې اسلام اباد ته دپوځ دغوښتو ددغه حکومتي فيصلې اصل مقصد دازادۍ په ورځ په ١٤م مارچ دپاکستان تحريک انصاف دلويې مارچ مخه نيول دي.

خو دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان تيره اوونۍ يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال په ډاگه کړې وه چې اسلام اباد ته دپوځ دغوښتو تعلق دکوم سياسي گوند سره هيڅ تعلق نشته بلکې ددې اصل مقصد په شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کيدو څخه وروستو ددغو عملياتو دردعمل مخنيوى دى.

داطلاعاتو اؤ نشرياتو وزير پرويز رشيد هم دا تاثر رد کړى چې گنې اسلام اباد کې دپوځ دتعينات کولو دفيصلې تعلق دپي ټي ائي دراتلونکي لانگ مارچ سره دى.

پي ټي ائي دغه حکومتي فيصله رد کړې اؤ وئيلي دي چې دائين ارټيکل ٢٤٥ ته مراجعه کول دحکومت دناکامۍ اشاره ورکوي.

پيپلز پارټۍ هم اسلام اباد ته دپوځ دغوښتو دفيصلې مخالفت کړى اؤ وئيلي يې دي چې دياد شوي ارټيکل لاندې دپوځ غوښتل به دسياسي ثبات اؤ پوځ اؤ حکومت ترمينځ اړيکو لپاره سختې نتيجې ولري.

Recommended

XS
SM
MD
LG