لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دباجوړ په حمله افغانستان ته دپاکستان احتجاج

 قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دپولې پورې غاړې څخه د وراوښتو جنگيالو په حمله کې ديو پاکستاني پوځي په وژل کيدو پاکستان افغانستان ته احتجاج کړى دى.

پوځي چارواکي وائي دافغانستان دپولې سره نزدې د قبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ په ماموندو تحصيل کې دپولې دپورې غاړې څخه وراوښتو جنگيالو دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته ډزې کړي چې پکې يو عسکر وژل شوى دى.

دپاکستان دبهرنو چارو دوزارت څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې دپولې پورې غاړې څخه دترهه گرو په يوه بله حمله دافغانستان ناظم الامور ته سخت احتجاج شوى دى.

دخارجه وزارت دبيان ترمخه دافغانستان په ناظم الامور ټينگار شوى چې بايد افغان چارواکي ددغه شان حملو دمخنيوي لپاره سخت گامونه واخلي اؤ دافغان خاورې څخه دترهه گرو له لوري بيا حملې ترسره کيدو ته پرې نۀ ږدي.

په تيرو څو ورځو کې دافغانستان څخه وراوښتو جنگيالو له لوري په پاکستاني پوځيانو دغه دوهمه حمله وه، پاکستاني چارواکو له دې وړاندې وئيلي وؤ چې دخيبرپښتونخوا په کوز دير سيمه کې هم دافغانستان څخه وراوښتو جنگيالو دپاکستاني پوځ په يو چيک پوسټ حمله کړې وه خو امنيتي ځواکونو دغه حمله په شا تمبولې وه اؤ٧ ترهه گر يې وژلي وؤ.

پاکستان په دغه پيښه هم افغان ناظم الامور راغوښتى ؤ اؤ ورته يې سخت احتجاج کړى ؤ.

پاکستان افغان چارواکو څخه په تيرو وختونو کې هم په کونړ اؤ نورستان ولايتونو کې دپاکستاني طالبانو دمشر مُلا فضل الله په ضد دکارروايۍ غوښتنه کړې ، خو افغان چارواکي وائي چې دمُلا فضل الله په گډون ترهه گرو ډلو ته پناه ورکول دهغوي دتگلارې برخه نۀ ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG