لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدراوباما وائي کانگريس کار نيمگړى پريښى

 دخالي په ورځ خپله اووۀ نيزه ريډيائي وينا کې امريکائي صدر وويل چې داستازو دايوان غړي روانه اوونۍ کې واشنگټن کې يواځې له دې امله راټول شوي وؤ چې دخپلو صدارتي اختياراتو په استعمالولو دهغه په ضد دقانوني لارې چارې قرارداد منظوري کړل شي.

دامريکا صدر براک اوباما وئيلي دي چې کانگريس دامريکائي وگړو دخيرښيگړې لپاره قانون سازۍ کې دځنډ څخه کار اخلي چې له امله يې دهغه انتظاميه پخپله په گامونو اخستو مجبوريږي.

دخالي په ورځ خپله اووۀ نيزه ريډيائي وينا کې امريکائي صدر وويل چې داستازو دايوان غړي روانه اوونۍ کې واشنگټن کې يواځې له دې امله راټول شوي وؤ چې دخپلو صدارتي اختياراتو په استعمالولو دهغه په ضد دقانوني لارې چارې قرارداد منظوري کړل شي.

صدر اوباما وويل چې ددغه قرارداد دمنظورۍ وروستو ري پبلکن غړو خپل شاته دقانون سازۍ داسې لويې کار نيمگړى پريښى اؤ دپينځوؤ اوونو دگرمۍ په رخصتو روان شوي چې تعلق يې دامريکائي وگړو اؤ ملازمت پيشه کسانو دخيرښيگړې سره دى.

صدر اوباما وويل چې حکومت يې دداسې تگلارو دمتعارف کولو کوشش کوي چې تعلق يې دملازمتونو لپاره دنوؤ موقعو اؤ طالب علمانو ته دقرضونو دورکړې اؤ تنخاگانو کې داضافې سره دى.

امريکائي صدر وويل چې ددغو تگلارو په نتيجه کې به په امريکائي کورنو معاشي فشار کې کمى راشي اؤ دهغوي مالي حيثيت به پياوړى شي.

خو صدر تور ولگولو چې دهغه ددغو گامونو په اړه قانون سازي کانگريس کې دري پبلکن غړو دلم ليټ دحربو ښکار شوې ده.

اخوا دريپبلکن گوند له لوري داووۀ نيزې وينا کولو په ترڅ کې دشمال لويديز رياست اوريگان څخه داستازو دايوان لپاره منتخب غړي گريگ والډن وئيلي دي چې صدر اوباما دخپلو فرائضو دادا کولو په مهال دنورو سره دمشورې کولو خيال نۀ کوي.

گريگ والډن په امريکائي اولس زور راوړى چې نومبر کې کيدونکو دمينځني مودې انتخابات دې دحکومت داحتساب دموقعې په گڼلو سره خپلې رايې په احتياط سره وکاروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG