لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د٧٢ؤ گينټو داوربند وروستوغزې نه داسرائيلي پوځ ستنيدل شروع


دنهې په ورځ داسرائيلي پوځ ترجمان ليفټننټ کرنل پيټر لرنر خبريالانو ته وويل چې پوځيان به دغزې نه بهر په دفاعي مقاماتو بيا تعينات کولى شي اؤ په دغو دفاعي مقاماتو به خپل کنټرول برقراره ساتي.
دنهې په ورځ داسرائيلي پوځ ترجمان ليفټننټ کرنل پيټر لرنر خبريالانو ته وويل چې پوځيان به دغزې نه بهر په دفاعي مقاماتو بيا تعينات کولى شي اؤ په دغو دفاعي مقاماتو به خپل کنټرول برقراره ساتي.

داسرائيل اؤ حماس ترمينځ د٧٢ؤ گينټو جنگ بندي دنهې په ورځ شروع شوې اؤ داسرائيل پوځ دغزې نه دخپلو ټولو پوځيانو دويستلو اؤ هغوي دغزې دپټۍ نه بهر په دفاعي مقاماتو دتعينات کولو اعلان کړى دى.

دنهې په ورځ داسرائيلي پوځ ترجمان ليفټننټ کرنل پيټر لرنر خبريالانو ته وويل چې پوځيان به دغزې نه بهر په دفاعي مقاماتو بيا تعينات کولى شي اؤ په دغو دفاعي مقاماتو به خپل کنټرول برقراره ساتي.

دمقامي وخت مطابق سحر اتۀ بجې دجنگ بندۍ شروع کيدو نه لږ ساعت وړاندې اسرائيل اعلان وکړو چې خپل باقي پوځيان به وباسي.

داسرائيل پوځ وائي چې دحماس دجنگيالو له لوري کنستل شوى ٣٢م سرنگ يې هم تباه کړى، دحماس جنگيالو به دغه سرنگونه په اسرائيل دپولې پورې غاړې حملو لپاره استعمالول.

داسرائيلي ميډيا ترمخه ددغه اپريشن ټاکلى هدف دغزې نه اسرائيل ته داخليدونکي سرنگونه تباه کول ؤ کوم چې حاصل کړل شوى.

له دې وړاندې دحماس په مرکزي غوښتنو کې داسرائيل پوځ وتل شامل ؤ.

په غزه کې چارواکي وائي چې دڅلورو اوونو نه روانه جگړه کې د١٨٠٠ؤ نه زيات فلسطينيان اؤ ٦٧ اسرائيليان وژل شوي.

بل لوري ته دخبري ادارې رائټرز ترمخه حماسو دجنگ بندۍ شروع کيدو نه لږ ساعت وړاندې راکټونه داغلي اؤ وئيلي يې دي چې دا داسرائيل دقتل عام بدله وه.

دراکټونو دداغل کيدو په وجه اسرائيلي سيمه کې سائرن اوريدل شوى خو پکې دڅه قسمه تاوان اوړيدو اطلاع نۀ ده ترلاسه شوې.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG