لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې دپوليسو اؤ قادري دپلويانو ترمينځ نښتې،دښځې په گډون څلور مړۀ


 دمقامي ميډيا ترمخه دپنجاب دوؤ مختلفو سيمو کې دعوامي تحريک دکارکوونکو له لوري په شکمنه توگه دپوليسو په تاڼو دحملو اؤ سوزولو اطلاعات دي.
دمقامي ميډيا ترمخه دپنجاب دوؤ مختلفو سيمو کې دعوامي تحريک دکارکوونکو له لوري په شکمنه توگه دپوليسو په تاڼو دحملو اؤ سوزولو اطلاعات دي.

دابادۍ په لحاظ دپاکستان تر ټولو لويې صوبې پنجاب په مختلفو ښارونو کې دحکومت مخالفه گوند پاکستان عوامي تحريک دکارکوونکو اؤ پوليسو ترمينځ دسوک سپيړې اؤ نښتو لړۍ دخالي په ورځ هم روانه ده چې پکې تر دې مهاله څلور کسان وژل شوي اؤ په لسگونو نور ژوبل شوي دي.

دمقامي ميډيا ترمخه دپنجاب دوؤ مختلفو سيمو کې دعوامي تحريک دکارکوونکو له لوري په شکمنه توگه دپوليسو په تاڼو دحملو اؤ سوزولو اطلاعات دي.

دپنجاب دقانون وزير رانا مشهود دخالي په ورځ ميډيا سره خبرو کې وئيلي چې تر دې مهاله ١٠٠ پوليس ژوبل شوي اؤ گڼ شمير دطاهرالقادري پلويانو يرغمال کړي دي.

دپاکستان عوامي تحريک مشر طاهرالقادري داتوار په ورځ لاهور کې ديوې لويې اجتماع اؤ احتجاج اعلان کړى چې پکې دگډون لپاره مختلفو ښارونو نه لاهور ته دهغه پلويان ورمات دي.

خو پوليسو په مختلفو مقاماتو لويې لارې بندي کړي اؤ دپنجاب دپوليسو له لوري ددغه گوند دکارکوونکو په خلاف دکارروايۍ شروع کولو اعلان هم شوى.

په دغه تناظر کې په مختلفو مقاماتو دپاکستان عوامي تحريک دکارکوونکو له لوري دخنډانو دلرې کولو دکوششونو په مهال پوليسو سره دهغوي نښتې شوي چې پکې دکاڼو ويشتو په جواب کې پوليسو په مظاهرينو داوښکو بهيونکى گيس استعمال کړى.

دپوليس چارواکو ترمخه په وژل شوؤ کې يوه ښځه هم شامل ده.

دجمعې په ورځ دلاهور ماډل ټاؤن سيمه چرته چې دپاکستان عوامي تحريک مرکزي دفتر اؤ دطاهرالقادري کور موقعيت لري ، دغلته هم دپوليسو اؤ جماعت دکارکوونکو ترمينځ په گينټو ددغه شان تشدد منظرونه ليدل شوي دي.

طاهرالقادري ددغه احتجاج اعلان دجون په نيمائي کې لاهور کې دخپل مرکزي دفتر سره نزدې پوليسو سره نښته کې دوژل شوؤ خپلو لسو نه دزياتو پلويانو ته دعقيدت دپيرزوئينو وړاندې کولو لپاره کړى ؤ.

دپنجاب حکومت وائي چې حکومت دعوامي تحريک دمشر په ضد دخلکو تشدد ته دراپارولو په حواله مقدمه هم درج کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG