دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دزيارت په ورځ دهيواد صدر ممنون حسين سره دزيارت په ورځ ايوان صدر کې ليدنه کړې ده.
سرچينې وائي ددغه ليدنې په مهال وزيراعظم دهيواد په موجوده سياسي کړکيچ صدر په باور کې واخستو اؤ هغه ته يې دپاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک دقيادت له لوري شوې غوښتنې وړاندې کړې.
سرچينې زياتوي چې وزيراعظم نواز شريف په ځينو مهمو معاملو دصدر نه منظوري هم واخسته.
سرچينې دا هم وائي چې صدر په دې خبره اتفاق وکړو چې موجوده سياسي کړکيچ دمذاکراتو له لارې په سياسي توگه هوارول پکار دي اؤ دنوازشريف له لوري دپي ټي ائي پي اى ټي سره دخبرو کولو په اړه داخستو گامونو ستائينه يې وکړه.
سرچينې وائي چې دواړو مشرانو په دې خبره وؤ چې موجوده بحران ملک متاثره کوي اؤ بايد زر تر زره حل کړل شي.
وزيراعظم دصدر ممنون حسين سره دغه ليدنه وروستو له هغې کړې چې پي ټي ائي اؤ پي اى ټي د٢٠١٣م دانتخاباتو خلاف اسلام اباد کې دحکومت په ضد په احتجاجونو بوخت دي اؤ دوزيراعظم دمستعفي کيدو اؤ ملک کې دبيا انتخاباتو غوښتنې کوي.