دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دنهې اسلام اباد کې وزيراعظم نوازشريف سره ليدنه کړې اؤ هغه سره يې ملک کې دامنيتي چارو په شمول په بيلا بيلو معاملو خبرې اترې کړي دي.
دپوځ دسرلښکر اؤ وزيراعظم نواز شريف له لوري دروانې معاملې(د اسلام اباد احتجاج) په غوره قومي مفاد کې په فوري توگه دهوارولو ددغه ارادې څرگندونې دوزيراعظم هاؤس نه جاري شوي يو بيان کې شوې ده.
له دې وړاندې دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف اؤ داخله وزير چوهدري نثارعلي خان هم تيره اوونۍ دپوځ سرلښکر سره ليدنې کړې وې.
دپنجاب وزيراعلي سره تيره اوونۍ دليدنې په مهال دپوځ سرلښکر په حکومت دسياسي کړکيچ زر تر زره په حل کولو زور راوړى ؤ.
ځينې تجزيه کار وائي چې دطاقتور پوځ دننه موجود عناصر دحکومت دکمزوري کولو لپاره اسلام اباد کې دروانو احتجاجونو ته هوا ورکوي، خو پوځ په سياست کې دمداخلت نه انکار کوي.
سرچينې وائي چې دوزيراعظم نواز شريف اؤ پوځ دسرلښکر ترمينځ ددغه ليدنې په مهال اسلام اباد کې دتحريک انصاف اؤ عوامي تحريک له لوري دحکومت خلاف په روانو احتجاجونو هم بحث شوى دى.
نوازشريف اؤ جنرل راحيل شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد په روانو پوځي عملياتو اؤ ددغو عملياتو له امله دبې کوره شوؤ خلکو په صورتحال هم غږيدلي دي.
اسلام اباد کې دتحريک انصاف اؤ عوامي تحريک له لوري دحکومت خلاف دشروع کړل شوؤ احتجاجونو نه پس وزيراعظم سره دپوځ دسرلښکر دغه اولنۍ ليدنه ده چې ورته دملک دموجوده تاؤژن صورتحال په تناظر کې زيات اهميت ورکولى شي.
همدغه شان دواړو مشرانودپاکستان اؤ هندوستان په شريکه پوله دډزو په اوسنو پيښو هم خبرې کړي دي.
نوازشريف دپوځ سرلښکر سره دغه ليدنه په داسې حال کې کړې چې دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان هغه نه داستعفي داستعفي پخپله غوښتنه ټينگ ولاړ دى اؤ دعوامي تحريک مشر طاهرالقادري حکومت ته خبردارى ورکړى چې په دوؤ شواروزو کې دننه دې ټولې اسمبلۍ ماتې کړي گنې له هغې وروستو به(دڅه قسمه بدې پيښې رامينځته کيدو) ذمه واري دهغه پسر نۀ وي.
تحريک انصاف تور لگوي چې دمئ ٢٠١٣م په عامو انتخاباتو کې دپي ايم ايل(ن) مشر نوازشريف دهاغه وخت دچيف جسټس افتخارچوهدري اؤ اليکشن کميشن سره په شريکه په لويه پيمانه ټگي کړې وه،خونوازشريف دغه انتخابات شفاف اؤ ازادانه گڼي.
دپاکستان وزيراعظم انتخاباتو کې ددهاندلۍ دتورونو تحقيقاتو لپاره دسپريم کورټ په دريوؤ ججانو دمشتمل يو عدالتي کميشن جوړولو تجويز هم ورکړى ؤ،خو عمران خان دريځ خپل کړى چې لمړى دې نوازشريف استعفي ورکړي اؤ وروستو دې تحقيقات وکړل شي ځکه چې دهغه په قول دوزيراعظم په مشرۍ کې تحقيقات ازادانه نۀ شي کيدى.